منځپانګې ته تلل
شنبه ۱۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۳۲ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

تورخم کې ولاړو ۲۰۰۰ باروړونکو موټرو ته پاکستان ته د تګ اجازه ورکړل شوه

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۰۳ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۱۸ غبرګولی ۹۹): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، پاکستاني لوري ورسره منلې چې تورخم ښارګوټي کې ولاړ شاوخوا دوه زره سوداګريز موټرپه نوبتي ډول کوزې پښتونخوا ته لاړ شي.

خو افغان سوداګر بيا غوښتنه کوي چې پاکستان دې افغان صادراتي توکو ته هم د لېږد اجازه ورکړي.

د ننګرهار ولايت ګمرک رييس نصرالله صاحبزاده د غبرګولي په ۱۸مه پژواک خبري اژانس ته وويل، پاکستان ورسره منلي چې په تورخم ښارګوټي کې بند پاتې هغو موټرو ته به اجازه ورکول کېږي چې دې خوا يې سوداګريز مالونه راوړي او يا هم له هغې غاړې د سوداګريزو مالونو د را انتقال په نيت درول شوي دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، شاوخوا دوه زره خالي موټر تورخم کې ولاړ دي چې له دې ډلې نږدې تر ۹۰۰ پورې له هغې غاړې په کې سوداګريز توکي راانتقال شوي او پاتې نور يې له ديخوا څخه ځي چې له هغې غاړې د افغان سوداګرو توکي را ولېږدوي.

د ګمرک د رييس په خبره، نن د شپې تر اوو بجو پورې به د يو منظم ميکانيزم او د نوبت په مراعات کولو سره په تورخم ښارګوټي کې ولاړ د سوداګرو خالي موټر کوزې پښتونخوا ته لاړ شي.

صاحبزاده وايي، د يادو موټرو تلو په موخه يې د تورخم کميسارۍ او ترانسپورټ رياست مسوولينو سره خبرې کړي او د شپې تر اوو بجو پورې به ټول موټر پښتونخوا ته لاړ شي.

نوموړي نيوکه وکړه چې پاکستاني طرف ورسره منلې وه چې د افغان سوداګرو د مالونو د را لېږد په موخه به اوونۍ کې شپږ ورځې د تورخم دروازه څلرويشت ساعته پرانېستې وي، خو اوس دا چاره اوولس ساعته هم دوام نه کوي.

بلخوا افغان سوداګر نيوکه کوي چې پاکستان د خپلو سوداګريزو توکو د را انتقال لپاره دروازې پرانېستل کېدو ته اجازه ورکړې، خو د افغاني توليداتو او حاصلاتو پر مخ يې دروازه بنده ساتلې ده.

د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړی او سوداګر ډاکټر مخلص وايي، افغان حکومت بايد پر پاکستان فشار راوړي چې د افغان سوداګرو سوداګريزو مالونو ته هم اجازه ورکړي.

دی وايي، همدا اوس د افغان سوداګرو سلګونه لارۍ چې په کې شوکاڼی (تالک)، د ډبرو سکاره او نور توکي باردي د لېږد د اجازې انتظار کوي.

د ننګرهار د ګمرک رييس نصر الله صاحبزاده هم مني چې د افغاني توليداتو او محصولاتو سلګونه لارۍ بندې دي او اوس چې د تازه سبزۍ او ميوې موسم دی نو ډېره اړتيا ليدل کېږي چې تورخم دروازه له دې غاړې هم د توکو د لېږد په موخه پرانیستل شي.

دی زياتوي: ((پخوا په دغه وخت کې لږ تر لږه هره ورځ تر څلور نيم سوه لارۍ مالونه صادرېدل، موږ د ماليې وزارت له لارې دا موضوع د پاکستان له حکومت سره شريکه کړې او هڅه کېږي چې اجازه ورکړل شي. ))

نيوکې دي چې پاکستان په لوی لاس افغان توکو ته د صادرېدو اجازه نه ورکوي او موخه يې دا ده چې افغان سوداګر، کاروباريان، فابريکه لرونکي او کروندګر له زيان سره مخ شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد