منځپانګې ته تلل
شنبه ۱۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۲۵ غ.م
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په کابل ښار کې د کورونو د کرایو، پیر او پلور بیو کې ۳۰سلنه کموالی راغلی

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۲۰ کتنې

کابل(پژواک،۱۹ غبرګولی ۹۹): د کرونا ناروغۍ د خپرېدو، ګرځبدنیز په وضع کولو او د وزګارتیا کچې له لوړېدو سره سم په کابل ښار کې د کورونو د اخیستو، خرڅلاو، کرایې او ګروۍ بېې د پخوا په پرتله ۳۰ سلنه ښکته شوې دي. 

په کابل ښار کې د انلاین رهنما دفتر مسوول محمد نبي عظیمي پژواک خبري اژانس سره نن د غبرګولی په ۱۸ یوه مرکه کې وویل:« د کرونا ناروغۍ په خپرېدو سره ټولې برخې زیانمنې شوي او په خاص ډول د کورونو پلور، ګروي او اوس مهال د اخیستو کچه یې ډېره راټیټه شوې ده.»

هغه د خپلو خبرو په دوام کې وویل:« کله چي قرنطین وي کار او بار کمیږي، لوږه زیاتیږي کله چې لوږه زیاته شوه خلک مجبور دي خپل هرڅه خرڅ کړي، کله چې پیسې نه وي، نه څوک کور اخلي او نه یې د کرایې او ګروۍ وس لري، همدا لامل کیږي چې قیمتونه ښکته شي، هرڅومره چې مشتریان زیات وي قیمتونه لوړیږي او هر څومره چې مشتریان کم وي قیمتونه ښکته کیږي.»

 د هغه په وینا، د کورونو کرایې، ګروي او خرڅلا اوس مهال د پخوا په پرتله ۳۰ سلنه راښکته شوي دي.

 هغه پژوک ته د مثال په توګه وویل:«  مخکي د دوو خونو کور کرایه د کابل ښار په ښه سيمه کې په دوسوه ډالره وه، اوس مهال ۱۴۰ ډالرو ته رسېدلې ده، مخکې د دوه اتاقه کور خرڅلاو تر ۳۵ زرو ډالرو زیات و، او اوس مهال ۲۵ زرو ډالرو ته راښکته شوی، خو د ګروي کارونه بیا یو څه ښه دي.»

عظیمي وویل، ددغو ستونزو له امله د کابل ښار په بېلو بېلو سيمو کې هغه کورونه اوس تش دي چې مخکې خلکو په کرایه ورکړي وو، او اوس یې څوک په کرایه نه نیسي.

هغه زیاته کړه:« چي اوس مهال د شهرنو په هره کوڅه کې ۶ – ۷ کورونه تش دي او څوک نه شته چې په کرایه یې ونیسي او همدارنګه د مکروریانو په هر بلاک کې کورونه تش دي، څوک نه شته چې په کرایه یې ونیسي، ځکه چې د قرنطین په موده کې ټولو وړوکو دفترونو او خصوصي مکتوبونو چې د کرایې ورکولو وس یې نه درلوده، کورونه او دفترونه پرېښودل او ترې ووتل.»

د کابل ښار په یک توت سيمې کې د یوې رهنما دفتر مسوول محمد عثمان پژواک خبري اژانس ته وویل، چې د کرونا ناروغۍ له خپریدو سره د دوی کارونه زیات پیکه شوي دي.

هغه وویل:« مخکي د کرونا ناروغۍ له خپرېدو به موږ هر اوونۍ کې څو معاملې درلودې، خلکو د کورونو له اخيستو  سره مینه درلوده، اوس هیڅوک نه غواړي خپلې نغدې پيسې د کورونو په اخیستو بندې کړي، حتی ویلی شم چې زموږ کار او بار صفر ته رسېدلی دی.»

د کابل ښار د خیرخانې حصه اول سيمې یوه اوسېدونکي  محمد وارث پژواک خبري اژانس ته وویل:« موږ خپل کور له اوو کلونو را هیسې په کرایه ورکړی و، کله چې د کرونا موضوع شوه زموږ کورکې ناست کس وویل چې د کرایې ورکولو وس نه لري، زموږ کور یې پرېښوده،  اوس بل څوک نه شته چې کور په کرایه ورکړو.»

د هغه په وینا، مخکې  یې خپل کور په ۲۰ زره افغانیو په کرایه ورکړی و  او اوس یې څوک په لسو زرو هم نه نیسي.

وارث وویل، په خیرخانه کې زیات کورونه او تعمیرونه په کرایه ورکړل شوي و چې اوس مهال تش او ځینو خپل وسایل هم ترې ایستلي دي.

همدارنګه د کابل ښار قلعه زمان خان د بالا سړک یوه اوسېدونکي محمد حفیظ چې له ډېرو اقتصادي ستونزو سره مخ و  وویل:« یو کور لرم غواړم خرڅ یې کړم، ترڅو د ځان لپاره یو ګروی کور ونیسم او په پاتې نورو پیسو یې د ځان لپاره په همدې سیمه کې یو دوکان جوړ کړم، هر څه مې چې وکړل د  اخیستو لپاره یې څوک پیدا نه شول.»

یاد کس د کرونا ناروغۍ له خپرېدو مخکې په یوه غیر دولتي موسسه کې د ساتونکي په توګه کار کاوه، خو کله چې کرونا ناورغي په پراخه کچه خپره شوه، د دفتر کارونه یې ودرېدل او دی هم تراوسه وزګار دی.

دا په داسې حال کې ده چې حکومت دوه ورځې مخکې د کار څرنګوالي په موخه یوه طرحه تصویب کړه چې له پرون راهیسې په هېواد کې پلې شوه.

د یادې طرحې له مخې به د ودونو هوټلونه، وزرشي کلپونه، تفریحې پارکونه، تر درېیو میاشتو رخصت او د فاتحو په مراسمو او نورو ټولنیزو ګڼه ګوڼو جوړولو بندیز لګول شوی.

په دغه طرحه کې همدارنګه راغلي چې هغه رسټورانټونه کولی شي خپل کارونه وکړي چې خلکو ته ډوډۍ کورونو ته وررسوي.

 د حکومت له خوا په دغه تصویب شوې طرحه کې همدرانګه ټولو شرکتونو او خصوصي سکتور برخو ته اجازه ورکړل شوې ده چې د عامې روغتیا وزارت لارښوونو او احتیاطي تدابیرو په پام کې نیولو سره خپل کارونه پیل کړي

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد