کابل(پژواک، ۲۰ غبرګولی ۹۹): په کابل ښار د کرونا ويروس له خپرېدو او د قرنطين له پيل سره د بايسکل چلوونکي ډېر شوي او پلورنکي یې وايي چې د خرڅلاو بازار یې ښه شوی دی.
تېر کال د کب مياشتې په پنځه نېټه د لومړي ځل لپاره په هرات ولايت کې د کرونا ناروغۍ لومړنۍ پېښه ثبت شوه. څو ورځې وروسته په دغه ولايت کې د دغې ناروغۍ د مخنيوي په موخه قيودات وضع شول.
د روان کال د وري په نهمه د کرونا ويروس له خپرېدو د مخنيوي په موخه په کابل ښار کې هم پر ګرځېدو محدوديتونه ولګول شول، ډېری دولتي کارکوونکي رخصت شول او د خوراکي توکو له هټيو او درملتونونو پرته نور ټول مارکېټونه او هټۍ وتړل شول.
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، تراوسه په افغانستان کې ۲۱۴۵۹ کسان د کرونا پر ناروغۍ اخته شوي او له دغو کسان۳۸۴ کسان مړه او ۲۶۵۱ نور بېرته روغ شوي دي.
په ورته مهال، افغان حکومت د غبرګولي په ۱۷مه د کسب او کار د تنظم کړنلاره هم تصويب کړه ، چې له مخې به يې ټول دولتي او خصوصي ښوونځي، ديني مدرسې او پوهنتونونه به تر راتلونکو درېيو مياشتو پورې رخصت وي.
دغه کړنلاره د درېيو مياشتو لپاره د پلي کېدو وړ ده، له مخې به یې په بازارونو او کارځايونو کې د تګ راتګ پر مهال د ماسک کارول او د دوه متره واټن په پام کې نيول، له لسو تنو څخه د زياتو کسانو د راټولېدو مخنيوی، له کورونو څخه د پاخه عمر لرونکو نه وتل، پر ويروس ضد درملو د کارځايونو او توليدي فابريکو د چاپېريال ککړول (ضد عفوني کول) او په دولتي ادارو کې د کار دوه وختونه (شفتونه) په پام کې نيول اړين ښودل شوي دي.
د قرنطين له پيل وروسته، په ځينو ادارو کې چارې په انلاين بڼه او په ځينو ادارو کې چارې په دوو کاري شفتونو ووېشل شوې او ورسره د ښاري ټکسيو چلوونکو ته هم وويل شول چې بايد په خپلو موټرو کې تر درېيو ډېر کسان پورته نه کړي او ورسره د موټر کرايې يې هم لوړې شوې دي.
د يادو محدوديتونو او کرونا ویروس د خپرېدو د مخينوي په موخه د کابل ښار يو شمېر ښاريانو د لومړنيو خوراکي توکو د راوړلو او خپلو دندو ته د تګ راتګ لپاره بايسکل غوره وسيله وټاکله.
له دې سره په کابل ښار کې د بايسکل اخیستو بازار هم ګرم شوی دی.
د کابل ښار د لومړنۍ امنيتي حوزې اړوند د چنداول په سيمه کې د بايسکل پلورلو لسګونه هټۍ شته او د ورځې په لسګونو کسان ورځي او هلته بايسکلونه اخلي.
د بایسکلونو د يوه خصوصي شرکت کارکوونکي حميدالله احدي چې د غبرګولي په ۲۰ دغه سيمې ته د بايسکل اخيستو په موخه راغلی و، پژواک خبري اژانس ته وويل:"شاوخوا يوه نيمه مياشت زموږ دفتر رخصت و، خو دا يو مياشت کيږي چې بېرته خپل دفتر ته ورځو؛ دا چې ترافيکي ګڼه ګوڼه ډېر او کرونا وېروس د خپرېدو وېره زیاته وه نو غوره مې وګڼله چې يو بايسکل واخلم او خپل دفتر ته پرې تګ راتګ وکړم."
هغه زياتوي، د کرونا وېروس د خپرېدو د مخنيوي تر څنګ بايسکل چلول روغتيا ته هم ګټه رسوي او ورسره چاپيريال ساتنې لپاره هم غوره اقدام دی.
عتيق الله چې په مارکېټ کې د ورځى مزدوري کوي هم هر ورځ له ميرويس ميدان څخه تر مارکېټه پورې پر بايسکل ځي.
دی وايي:"وروره ! موږ ځانته یوه مړۍ ډوډۍ په سلو مشکلاتو ګټو، که خدای مه کړه په کرونا اخته شو نو تر لوی خدای (ج) پر ته مو بل غم خور نشته؛ نو د دې لپاره چې له دې وژونکې ناروغۍ په امان کې پاتې شو ښه ده اړين تدابير ونيسو چې د نورو تدابيرو تر څنګ يوه لار په بايسکل تګ راتګ دی."
هغه د بايسکل چلول يو ورزش هم بولي او زياتوي، هر ورځ نږدې درې، درې نيم ساعته پر بايسکل مزل کوي او وايي چې روغتيا يې هم ورسره ښه ده او ترڅنګ يې که د بايسکل چلولو فرهنګ په افغانستان کې دود شي نو چاپيريال به ورسره ډېر ککړ نه وي.
په چنداول کې د بايسکلونو پلورونکی محمد اکبر وايي، د قرنطين په ورځو کې د بايسکلونو د پلورولوبازار ګرم شوی او ډېر کسان د بايسکلو اخيستو لپاره راځي.
دی وايي:"تر قرنطين وړاندې به موږ په اوونۍ کې اووه يا اته بايسکلونه خرڅول، خو له کله چې قرنطين پيل شوی او ډېر کسان په بايسکلونو تګ راتګ کوي، نو زموږ د دې مارکېټ هر دوکاندار د ورځې پنځه، شپږ بايسکلونه پلوري."
د ده په وينا، کوم بايسکلونه چې پخوا په ۴۰۰۰ افغانيو پلورل کېدل اوس يې بيې ۶۰۰۰ ته ځکه لوړې شوې چې له بندرونو ډېر بايسکلونه نه راځي او د"وېش په بازار" کې يې هم بيې لوړې شوې دي.
دی هم د کرونا له وېروس د خونديتوب، سپورټ او چاپيريال ساتنې په موخه د بايسکل چلول ښه کار بولي او زياتوي، که چېرې په هېواد کې د بايسکل چلولو فرهنګ ډېر شي، نو په وينا يې هم روغتيايي ګټې لري اوهم محيط زيستي.
د بايسکل چلول هغه مهال لا ډېرو شول چې په نړۍ کې د کرونا وېروس د ډېرو خلکو ژوند واخيست.
د يادونې ده د کرونا ويروس چې شاوخوا پنځه مياشتې مخکې لومړى د چين په اووهان ښار کې پيدا شو، اوس د نړۍ په شاوخوا ۲١۰ هېوادونو او سيمو کې خپور شوى دى.
تر اوسه په ټوله نړۍ کې په دې ناروغۍ د اخته کسان له اووه ميليونو څخه اوښتي چې تر اوسه درې نيم ميليونه کسان بېرته روغ او ۴۰۶ زره کسان مړه شوي دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.









