منځپانګې ته تلل
شنبه ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۰۰ غ.و
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د ناټو نوی ملکي استازی: نړیواله ټولنه نه غواړي افغانستان بېرته شاتګ وکړي

· ۶ دقیقې لوستل · ۱۲۷ کتنې

کابل (پژواک، ۲۲ غبرګولی ۹۹) : د ناټو نوی ملکي استازی وایي چې نړیواله ټولنه او مرستندویه هېوادونه نه غواړي چې په افغانستان کې د بشري حقونو، ډېموکراسۍ او د قانون حاکمیت په برخو کې د پرمختګونو له پامه غورځولو سره بېرته تېرو کلونو ته وګرځي.

 دغه څرګندونې په افغانستان کې د ناټو نوي ملکي استازي او سفیر سټیفانو پونټرکروف له پژواک خبري اژانس سره په یوه ځانګړې مرکه کې کړې دي.

هغه چې د ایټالیا اوسېدونکی دی، ماشومتوب یې هم په افغانستان کې تېر کړی، هغه مهال یې پلار په افغانستان کې د ایټالیا ډېپلوماټ و، خو وروستی ماموریت یې په پاکستان کې د ایټالیا د سفیر په توګه د دندې ترسره کول و.

نوموړي دغه راز د ایټالیا په دفاع وزارت او یو شمېر نورو وزارتونو کې په لوړو پوسټونو دندې ترسره کړې دي او پراخه کاري تجربه لري.

سټیفانو د پخواني ملکي استازي بریتانوي نیکولاس کې ځای ناستی ټاکل شوی دی.

نوموړي په دې ځانګړې مرکه کې لومړی له پژواک او نورو رسنیو مننه وکړه چې په سختو امنیتي شرایطو کې خلکو ته د معلوماتو په رسولو کې خپل رسالت په ښه توګه ترسره کوي.

هغه د امریکا او طالبانو تړون ته په اشارې سره وویل چې امریکا تر تړون مخکې او وروسته له ناټو سره له نږدې سلا مشورې کړي او ناټو ددې تړون او د افغان حکومت، ناټو او امریکا د ګډې اعلامیې  بشپړ ملاتړ کوي.

هغه زیاته کړه، چې له دې تړون او ګډې اعلامیې سره په افغانستان کې د سولې لپاره یو انتیک چانس په ورغلی چې باید ترې ګټه پورته کړای شي.

د ناټو نوي ملکي استازي وویل، له دې تړون سره په افغانستان کې سیاسي جوړ جاړي ته لاره هواره شوې، څو په دې هېواد کې سوله تامین او دا خاوره یو ځل بیا د نړیوالو ترهګرو پر مرکز بدل نه شي.

د هغه په وینا، دا به اسانه نه وي چې دا پروسه ژر بشپړه شي، خو که وکتل شي په دې وروستیو کې د افغان سولې پروسې په تړاو مهم اقدامات شوي، چې له امله یې د باور فضا رامنځته شوې، تاوتریخوالی کم شوی، اختر کې اوربند وشو او د بندیانو د خوشې کولو لړۍ روانه ده.

سټیفانو وایی چې دا اقدامات نه یواځې د افغانستان وسله والې کشالې پای ته رسولو سره مرسته کوي، بلکې هم مهاله د کرونا پر ضد مبارزه کې هم ګټور تمامیږي.

د ناتو ملکي استازی د افغانستان د راتلونکي نظام د څرنګوالي په اړه وایي، په افغانستان کې رښتینې سوله هغه مهال راتلی شي چې د تېرو ۱۹ کلونو لاسته راوړنې او د ټولو افغانانو حقوق وساتل شي، ناټو او متحدین یې ټول همدغو اصولو ته ژمن دي.

دی وایي: (( افغانستان په تېرو کلونو کې ډېرې لاسته راوړنې لري، خو د افغانستان د امنیت، د سیمې د ثبات او د ناټو د امنیت لپاره بېرته شاتګ نه شو کولی.))

ده زیاته کړه، د افغانستان نیمایي نفوس له ۱۸ کلونو کم عمر لري، هغوی ته د طالبانو واکمني نه ده یاده، د طالبانو له رژیم وروسته په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې، ملګرو ملتونو، اروپایي ټولنې،ناټو او نورو په مرستې او همکارۍ په هره برخه کې ډېر پرمختګونه شوي دي .

د هغه په وینا، له همدې له امله په افغانستان کې پیاوړي ډېموکراټ ارګانونه رامنځته شوي، مدني ټولنه فعاله او رسنۍ  د بیان ازادي لري.

سټیفانو وایي، نړیواله ټولنه یو داسې افغانستان غواړي چېرته چې د بشر حقوق خوندي وي، د ډېموکراسۍ او د قانون برلاسي خوندي وي.

له القاعدې سره د طالبانو د اړیکو په تړاو د ملګرو ملتونو د وروستي راپور په اړه د ناټو ملکي استازي وویل، ناټو او متحدین یې حالات له نږدې څاري دا اړینه او مهمه ده چې طالبان په خپلو ژمنو ودریږي په ځانګړې توګه هغه ژمنه چې القاعدې او نورو ترهګرو ډلو ته اجازه ور نه کړي چې د افغانستان له خاورې ددوی هېوادونو او امنیت ته ګواښ رامنځته کړي.

دهغه په وینا، خلیلزاد هم څو ورځې مخکې ویلي و چې دوی طالبان له نږدې څاري .

ده زیاته کړې: (( موږ هم په ګډه وروستي پرمختګونه له نږدې څارو، طالبان باید ژر تر ژره بین الافغاني مذاکرات پیل کړي او د تلپاتې سولې رښتنیې ژمنتیا وښيي. ))

له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې هغه وویل، د ناټو متحدین د افغان سولې پروسې او قطر تړون له مخې د ځواکونو د ایستلو پروسه همغږي کوي، اوس مهال ناټو او متحدین یې په افغانستان کې ۱۶ زره سرتېري لري، دا شمېره به ۱۲زرو ته ټیټیږي، له هغه وروسته د اقدام په تړاو تراوسه هیڅ پرېکړه نه ده شوې او که کومه پرېکړه کیږي، ځمکنیو حقایقو او حالاتو ته په کتلو په مشروط ډول کیږي.

ده زیاته کړه: (( د ناټو د غوڅ ملاتړ د روزنې ماموریت دوام لري، موږ له افغانستان سره د ځواکونو روزنې او مالي ملاتړ ته دوام ورکوو.))

د ناټو نوي سفیر وویل، چې دافغانستان شخړه نظامي حل لاره نه لري، ټول په دې برخه کې باید خپل رول ولوبوي چې دې شخړې ته سیاسي حل لاره وموندل شي، کوم فرصت چې اوس لاسته راغلی، باید ژر تر ژره ترې استفاده وشي.

سټیفانو زیاته کړه چې دوی د ټول عمر لپاره دلته نه پاتې کیږي په ګډه راغلي او په ګډه به ځي، خو  تګ یې له حالاتو سره مشروط دی.

ده زیاته کړه : (( هغه مهال ټول وځو، چې ډاډه شو افغانستان بیا د نړیوالو ترهګرو پر مرکز نه بدلیږي.))

د ناټو ملکي سفیر د افغان ځواکونو ستاینه وکړه چې ډېر پیاوړي شوي او پر دې ویاړي چې ددوی په روزنه کې ناټو مهم رول لوبولی دی، خو زیاتوي چې افغان ځواکونه اوس هم له ننګونو سره مخ دي.

دی وایي : (( افغان ځواکونه په مېړانې سره خپل مسوولیتونه پر مخ وړي، طالبان باید پوه شوي وي چې د جګړې په ډګر کې نه شي بریالي کېدای. ))

د هغه په وینا، د ناټو د روزنې د ماموریت او د نړیوالې ټولنې د همکاریو له امله افغان ځواکونه مسلکي شوي، د افغان کومانډو ځواکونه بې ساري دي، پیاوړي قوماندانان لري او دوی د یوه متحد افغانستان بېلګه دي

سټیفانو د ولسمشرغني او ډاکټر عبدالله ترمنځ د سیاسي هوکړې هرکلی وکړ او زیاته یې کړه چې نړیواله ټولنه له دې هوکړې خوښه ده چې دوی یو ټولشموله حکومت جوړ کړ.

د هغه په وینا، دواړه مشران باید خپل اتحاد وساتي او مخکې ولاړ شي، له جمهوریت او طالبانو سره د خبرو لپاره ددوی یووالی مهم دی.

د ناټو ملکي استازي افغانانو ته په خپل پیغام کې وویل چې دوی په دې سختو حالاتو کې د افغانانو ترڅنګ ولاړ دي او همکاریو ته به ادامه ورکوي.

ده زیاته کړه : (( زه په ۶۰ کلونو کې افغانستان کې لوی شوی یم، پلار مې دلته ډېپلومات و، ما پخوانی افغانستان هم لیدلی او اوسنی هم ، هر افغان باید له کومې وېرې پرته د زده کړو او ژوند حق ولري. ناټو د همدې لپاره دلته ده او همکاري کوي موږ د ټولو افغانانو لپاره د یوه سوله ییز افغانستان او ژوند هیله لرو.))

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست