ژبه

ماليې وزارت د ګمرکونو د کنټرول مرزي سیسټم پرانیست

کابل ( پژواک، ۲۴ غبرګولی ۹۹) : د مالیې وزارت له فساد سره د جدي مبارزې او په ګمرکونو کې د روڼتیا تامینولو په موخه د ګمرکونو کنټرول مرکزي سیسټم پرانېست.

د مالیې وزارت سرپرست وزیر عبدالهادي ارغندیوال نن د غبرګولي میاشتې په ۲۴ مه د هېواد د ګمرکونو کنټرول مرکزي سیسټم پرانېست.

ماليې وزارت وایي، د دې مرکز په پرانېستلو سره به له ګمرکي تخلف، په جنس، قیمت او کیفیت کې له بدلون، زیات وزن او همداشان د مراحلو تر سره کولو پرته له ګمرکي محصول څخه مخنیوی وشي.

په دې پرانېست غونډه کې په ملي شورا کې د خلکو یو شمېر استازو، د ملي سوداګرو او خصوصي سکټور استازو او د مالیې وزارت یو شمېر کارکوونکو ګډون کړی وو.

د عوایدو او ګمرکونو مرستیال عیسی قدرت د یاد مرکز او له ټکنالوجۍ څخه په ګټې اخیستنې د دې معینیت د نورو اصلاحي پروګرامونو په اړه ګډونوالو ته معلومات ورکړل.

د مالیې وزارت سرپرست وزیر وویل: "د روڼتیا او د ګمرکونو په کاري پروسو کې د اغېزمنتوب تامینولو په موخه د سیستمونو پراختیا او نوي کول د مالیې وزارت له مهمو لومړیتوبونو څخه دي. د ګمرکونو کنټرول مرکزي سیستم چې موږ یې نن د پرانېستلو شاهدان یوو د فساد په کمولو او د ګمرکي محمولو په طی مراحلو کې د اسانتیا رامنځته کولو په برخه کې له مهمو پروژو څخه شمېرل کیږي."

نوموړي زیاته کړه چې اوس مهال د هېواد پنځه لوی ګمرکونه ( ننګرهار، نیمروز، اقینه، هرات او کندهار) له دې سیستم سره وصل شوي دي. همداشان د دې پروژې په پلي کېدو سره د هېواد په ګمرکونو کې سکېنرونه، ډیجیټلي کامرې او د لوړ تناژ ډیجیټلي تلې له دې سیستم سره نښلول شوي دي او دوی کولی شي د کمیساري دروازې صفري نقطې او د ګمرک ساحې څخه نیولې بیا د وتلو تر دروازې پورې د سوداګریزو محمولو ټول طی مراحل له مرکز څخه کنټرول او نظارت کړي.

د ولسي جرګې د مالي او بودیجې کمېسیون رئیس میر افغان صافي او د ولسي جرګې د شکایتونو اورېدو کمېسیون رئیس محمد صادق قادري د مالیې وزارت له دې اقدام څخه هر کلی وکړ او د له فساد سره د مبارزې او روڼتیا رامنځته کولو په برخه کې له مالیې وزارت سره د همکارۍ ډاډ ورکړ.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایع خونې مرستیال محمد یونس مومند د خصوصي سکتور په استازیتوب د مالیې وزارت له دې اقدام څخه د هر کلي تر څنګ د هېواد په عایداتي سرچینو  کې د لا زیاتو اسانتیاوو رامنځته کېدو غوښته وکړه.

د یادونې ده چې یاده پروژه په درېیو برخو کې د نیوژن ټکنالوجي او پریماسونک په نوم د هندي کمپنۍ له لوري د ۱.۳۶ میلیونه امریکایې ډالرو په لګښت پلې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

login or register a new account.