Language

بریتانیا کې د مېشتو افغانانو خیریه ټولنو هېواد کې له بې وزلو سره د مرستو لړۍ پیل کړه

کابل (پژواک، ۲۵ غبرګولی ۹۹) : په افغانستان او انګلستان کې یو شمېر افغانان او د خیریه ټولنو مسوولینو د کرونا پر مهال له بې وزلو خلکو سره د مرستو راټولولو او بیا یې د وېشلو لړۍ پیل کړې ده.

د اکیرا په نامه د یوه خیریت بنسټ له خوا د غبرګولي په ۲۵مه، پژواک اژانس ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې له دوی سره شاوخوا ۳۰ خیریه بنسټونه او سازمانونه ثبت دي.

سرچینې زیاته کړې چې د کرونا وبا له امله ټوله نړۍ او په ځانګړې توګه افغانستان او افغانان ډېر زیات متضرر شوي او په همدې موخه دوی غواړي چې له بې وزلو هېوادوالو سره مرستې وکړي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې دوی په انګلستان او نورو سیمو کې مرستې راټولوي او بیا یې په افغانستان کې د احساس خیریه بنسټ په مرسته پر بې وزلو وېشي.

د اکیرا بنسټ د معلوماتو له مخې، دوی به لومړی په لویو ښارونو کې د خوراکي توکو بستې وېشي او بیا به دا لړۍ د افغانستان نورو سیمو ته هم وغځوي.

د سرچینې په وینا، د احساس بنسټ دافغانستان اقتصاد وزارت کې ثبت او راجستر دی او د خیریه کارونو او مرستو وېش کې يې پراخه تجربه او تاریخي سابقه لري.

داکیرا ادارې د بورډ یو تن مسوول حنیف الکوزي ویلي ، دوی هڅه کوي چې په لومړي قدم کې یو میلیون بریتانوي پاونډ راټول او بیا یې په افغانستان کې د احساس بنسټ په وسیله پر خلکو خوراکي توکي ووېشي.

د احساس بنسټ مشر عبدالفتاح جواد په انګلستان کې د مېشتو افغانانو له دې ښه او هېوادني احساس څخه د مننې ترڅنګ ویلي چي دوی به دا مرستې په شفافه توګه مستحقو او اړمنو کسانو ته ورسوي.

ده زیاته کړه چې دوی د مرستو دا لړۍ پیل کړې او نن یې د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې پر ځینو مستحقو کورنیو مرستې ووېشلې.

login or register a new account.