جلال اباد (پژواک،۲۵ غبرګولی ۹۹): د ننګرهار د عدليې رييس وايي، په دغه ولايت کې ورته له يو شمېر مدني ټولنو او خيريه بنسټونو د غير قانوني کړنو شکايتونو رسېدلي چې د مخنيوي لپاره يې هلې ځلې پيل کړې دي.
هغه وايي چې امنيتي او کشفي ارګانونو ته یې د دوو خيريه بنسټونو د مسوولينو نيولو مکتوب لېږلی او که د نورو په تړاو هم شکايتونه ور ورسېږي، نو چارې به یې له ارزونې وروسته بندې شي.
د ننګرهار د عدليې رييس مستوخان هلال دا څرګندونې د غبرګولي په ۲۵مه له پژواک خبري اژانس سره د يوې ځانګړې مرکې پرمهال وکړې.
دی وايي، دغه اداره په پنځو برخو کې کار کوي چې يوه برخه يې د مدني ټولنو او خيريه بنسټونو د کارونو څار او تنظيم، د دولتي ځمکو او املاکو راګرځول، بېوسه تورنو کسانو ته د مدافع وکيلانو نيول، د حقوقي قضيو څېړل او د اصلاح مرکز چې د مجرمو ماشومانو ساتنه او پالنه په کې کېږي.
هغه زیاته کړه، تر اوسه دې ادارې ۲۸۷ ټولنو ته جوازونه ورکړي چې يادې ټولنې د ولايت، ولسوالۍ، کليو او ناحيو په کچه ټولنيز او مدني فعاليتونه ترسره کوي.
د عدليې رييس د معلوماتو له مخې، په راجستر شوو ټولنو کې ۳۶ يې خيريه بنسټونه دي چې ټول د يوې اساسنامې له مخې فعاليت کوي خو که د خپلې اساسنامې خلاف فعاليت وکړي،تر عدلي تعقيب لاندې نيول کېږي.
مستو خان وایي: ((عبدالبصير پاچا او حضرت عمر فاروق په نومونوله دوو خيريه بنسټونو څخه موږ ته شکايتونه را رسېدلي، موږ امنيتي ادارو ته د دغو ټولنو د مسوولينو د نيولو مکتوب لېږلی او ډاډ راکړل شوی چې ډېر ژر به ونيول شي.))
د نوموړي په وينا،ځيني بهرمېشتو افغانانو دوی ته شکايت کړی چې دغو دوو ټولنو يې مرستې په سمه توګه نه دي وېشلي او شخصي يې استعمال کړې دي، دغه راز يې دلته هم خلکو پر فعاليتونو نيوکې کړې دي.
مستوخان هلال ډاډ ورکړ، که د هرې بلې مدني ټولنې او خيريه بنسټ د غيرقانوني فعاليت په تړاو ورته مستند شکايت وشي، حتمي به ترعدلي تعقيب لاندې ونيول شي او فعاليتونه به يې وتړل شي.
نوموړی وايي، دا اداره تر ډېره د هغو غصب شوو دولتي ځمکو د بېرته راګرځولو په برخه کې هم کار کوي چې د اړوند ادارې له لوري يې قضيه دوی ته ولېږل شي.
هلال د معلوماتو له مخې، تېر ۱۳۹۸ کال کې يې ۲۰۳ جلده دوسيې څېړلې چې له دې ډلې د ۵۲ جلده دوسيو په تړاو قرار صادر کړی او له محکمې يې غوښتي چې د دغو دوسيو پر اسنادو غصب شوې ۵۱۲ جريبه ځمکه دې دولت ته تسليم شي.
نوموړی دغه راز وايي، په همدې موده کې د ۲۷قضيو په تړاو د محکمو له لوري پرېکړه هم شوې چې له مخې يې،۴۴۳ جريبه ځمکه له غاصبينو راګرځول شوې ده.
دی که څه هم د ادارو نوم نه اخلي خو نيوکه کوي چې اړوندې ادارې دوی ته د دوسيو په لېږلو کې له کمکارۍ کار اخلي.
هغه زياته کړه: ((که زه د زر جريبه ځمکې دعوا دفاعيه کوم او که د لس جريبه، هماغه يو هومره وخت مې نيسي، ستونزه دا ده چې موږ ته دوسيې پر وخت نه راځي او د ډېرو ځمکو دوسيې نه راځي.))
د يو راپور له مخې، په ننګرهار کې زرګونه جریبه دولتي ځمکه غصب شوې چې تر ډېره زورواکي او جهادي شخصيتونه په کې ښکېل دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










