منځپانګې ته تلل
شنبه ۱۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۲۱ غ.م
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

“د تورخم لارې بندېدو له امله د ننګرهار ۶۰ سلنه تازه میوې اوسبزیجات ضایع کیږي”

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۱۶ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۲۶ غبرګولی ۹۹): ننګرهار کې يو شمېر سوداګر وايي، پاکستان له دې غاړې د دوی صادراتو ته اجازه نه ورکوي او له افغان حکومت غواړي چې د دغې ستونزې د حل لپاره دې ورته عمل تر سره کړي او د پاکستانيو سوداګرو توکو ته دې هم اجازه نه ورکوي.

دوی وايي، له کله راهیسې چې د کرونا ويروس د مخنيوي په موخه تورخم دروازه تړل شوې افغان سوداګرو ته هم د صادراتو او هم د وارداتو له اړخه ميليونونه ډالر زیان رسېدلی دی.

د معلوماتو له مخې، له تېرو درېيو مياشتو راهيسې د پاکستان حکومت د کرونا له وېرې له افغانستان څخه پاکستان ته په صادراتو بندیز لګولی .

افغان سوداګر وايي، له تېرو درېيو مياشتو راهيسې پاکستاني حکومت هغه هېواد ته د افغانستان پر صادراتو بنديز لګولی چې دې غاړه سوداګر يې له سختو مالي زيانونو سره مخ کړي دي.

د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړی او سوداګر ډاکټر مخلص وايي، پاکستان تل هڅه کړې چې د افغان سوداګرو د کار پر وړاندې خنډونه رامنځته کړي.

دی وايي، لومړی سوداګر هلته د بندو پاتې لاريو له امله وځپل شول او اوس چې يې هغه ستونزه يو څه حل کړې له دېخوا صادراتو ته اجازه نه ورکول کېږي چې سوداګرو ميليونونو ډالر زیان وکړ.

په همدې حال کې د ننګرهار د کرنې رياست چارواکي هم وایي، پاکستان ته د کرنیزو حاصلاتو په صادراتو بندیز یې شپېته سلنه کرنیز محصولات بې کاره کړي.

د ياد رياست د احصايې او ارقامو امر عطاء الله بشري د معلوماتو له مخې، پخوا به په زياته پيمانه سبزيجات او ميوه جات پاکستان او له دغې لارې هند او نورو هېوادونو ته صادرېدل چې د لارې بندېدو له امله دا چاره ځنډېدلې او سوداګر او کروندګر يې له زيان سره مخ کړي دي.

يو بل سوداګر عبدالوهاب شېرزاد له افغان حکومته غواړي چې د ديپلوماټيکو اړيکو له لارې دې د پاکستان له حکومت سره دا ستونزه حل کړي او که پاکستانی حکومت افغان صادراتو ته اجازه ورنه کړي افغان حکومت دې هم هېواد ته په پاکستانيو وارداتو بنديز ولګوي.

خو د ماليې وزارت چارواکي وايي، د دغې ستونزې د حل لپاره د پاکستان له حکومت سره خبرې روانې دي .

 په دغه وزارت کې د ګمرکاتو عمومي رييس ساحل صاحبزاده وايي، پاکستاني حکومت ورسره هره ورځ په سوداګریزو توکو د بار پنځوسو موټرو د ورتګ منلې او په وينا يې هڅه کوي چې د خبرو له لارې پرې د موټرو شمېر زيات کړي.

اوسمهال يواځې د پاکستان له لارې افغانستان ته سوداګريز توکي راوړل کېږي، د افغان سوداګرو په وينا، که د پاکستان حکومت هره ورځ د سپين بولدک او تورخم بندرونو له لارې د سوداګريزو توکو بار دوه - دوه سوه موټرو ته اجازه ورکړي شته ستونزې پرې حلېدلی شي .

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد