کابل (پژواک، ۲۸ غبرګولی ۹۹) : په هوایي ډګرونو کې د ملکي هوايي چلند د عملياتو د تنظيم دستور العمل او د کرونا ویروس په جریان کې او وروسته د کورنیو او نړیوالو الوتنو بیا پیل لپاره دستور العمل د کابینې له خوا تصویب او تائید شو.
د ملکي هوایی چلند ادارې له خوا د غبرګولي په ۲۸مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د نړیوال هوایي ترانسپورټ اتحادیې (ایاتا) او د نړیوال ملکي هوایي چلند سازمان (ایکاو) له لارښوونو سره سم، د الوتنو بیا پیل او د هوایي شرکتونو د فعالیتونو لپاره دستور العمل جوړ کړی.
سرچینې زیاته کړې چې لومړی دستور العمل د الوتنو د بيا پيل او د هوایي شرکتونو د فعالیت لپاره او بل دستور العمل د هوایي ډګرونو د فعالیت لپاره جوړ شوی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي، دغه دوه دستور العملونه مخکې د ملکي هوایي چلند ادارې له خوا تنظيم شوي وو او د تصویب لپاره د افغانستان حکومت کابینې ته استول شوي وو، چې د کابینې له خوا تصویب او تائید شو.
دغې ادارې ویلي، د دې دستور العمل پراساس، د ملکي هوایي چلند سکټور چمتو دی چې د نړیوالو الوتنو لپاره په کور دننه او بهر کې د ملکي الوتنو عملیات بیا پیل کړي.
په خبرپاڼه کې راغلي، په هوایي ډګرونو کې لازم چمتووالی نیول شوی او ځینې نور تدابیر تر کار لاندې دي چې ډېر ژر به پلي او الوتنې به بیا پیل شي.
د ملکي هوایي چلند اداره وایي، د مختلفو هېوادونو مختلفو شرکتونو دمخه د بهرنیو الوتنو بیا پیل لپاره خپل چمتووالی اعلان کړی و؛ مګر د وضعیت د بدلون له امله، یو شمېر شرکتونو خپلې الوتنې وځنډولې؛ خو ترکش هوایي شرکت راتلونکې اوونۍ د جون ۲۴ مه نېټه او د امارات هوایي شرکت د جون ۲۵ مه نېټه د الوتنو د بیا پیل خبرتیا ورکړې او هغه خلک چې ویزې یا اقامه ددې هېوادونو لري، کولی شي په ټاکل شويو نېټو کې دې هېوادونو ته سفر وکړي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د مرکزي آسیا هېوادونو د جولای له لومړۍ نېټې څخه د الوتنو له سره پیلولو لپاره خپل چمتووالی اعلان کړ؛ خو هند او پاکستان د جون د میاشتې تر پای پورې په الوتنو بندیز لګولی دی.
دغه اداره وایي، کورني هوایي شرکتونه د بهرنیو شرکتونو د الوتنو د بیا پیل سره سم په ورته وخت کې دې بهرنیو هېوادونو ته خپلې الوتنې پیلوي.
د یادونې ده چې یاد دستور العمل د ایاتا نړيوالی اتحادیې او ایکاو نړیوال سازمان له لارښوونو سره سم تنظيم شوی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي، همدارنګه د هېواد په هوایي ډګرونو کې وقايوي او روغتیايي ټول اړین اقدامات د الوتنو په جریان کې په پام کې نیول شوي او الوتنې د ځانګړو او نويو شرایطو لاندې پیل کیږي.
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










