کابل (پژواک، ۲۸ غبرګولی ۹۹) : د نړیوالې مالي ادارې (IFC) او د اړوندو دولتي او خصوصي ادارو ترمنځ د ۸۹ میلیون ډالرو په لګښت د افغانستان لپاره د انرژۍ تولیدولو پروژې تړون لاسلیک شو.
دغه تړون نن د غبرګولي په ۲۸مه، د نړيوالې مالي ادارې (IFC) له خوا چې د نړیوال بانک ګروپ د خصوصي سکتور د ودې څانګه ده، د افغانستان برېښنا شرکت چارواکو او افغان برېښنا تولید شرکت ترمنځ لاسلیک شو.
دا د افغانستان په شمال کې د دولت او خصوصي سکتور ترمنځ د برېښنا تولید ( په مزارشریف ښار کې له طبيعي ګازو څخه د برېښنا تولید کارخونې جوړول) لومړنۍ ګډه پروژه بلل کېږي. د مسوولین په وینا، دغه پروژه به د کورنۍ برېښنا تولیدولو وړتیا تر ۳۰ سلنې لوړه کړي.
د دې پروژې په پلي کېدو سره تمه کېږي، چې یو زیات شمېر خلک دايمي برېښنا ته لاسرسی ومومي.
د افغانستان برېښنا شرکت وایي، له بلې خوا د دې پروژې په پلي کېدو او د برېښنا تولید کارخونې له عملي کار پیل کېدو وروسته د ګاونډيو هېوادونو پر برېښنا به د هېواد د یوشمېر ولایتونو تکیه کمه شي او د ډيزلي جنراتورونو د برېښنا په پرتله، چې هم لوړه بیه لري او هم چاپېریال ته توان کوي، یو ښه بدیل ګڼل کېږي.
د برېښنا تولید د دې پروژې لومړني تاسیسات د ۵۹ میګاواټه برېښنا په ظرفیت او د ۸۹ میلیون امريکايي ډالرو په لګښت جوړيږي، چې په افغانستان کې د برېښنا تولیدولو په برخه کې د خصوصي سکتور اوږدمهاله او ستره پانګونه بلل کېږي.
سرچینې زیاته کړې، د افغانستان له ۳۷ میلیون نفوس څخه یوازې ۳۴ سلنه يې برېښنا ته دوامداره لاسرسی لري او دغه سلنه هم د برېښنا له پرې کېدو او پرچاويو څخه کړېږي، چې اکثره وخت په ورځ کې تر ۱۵ ساعته برېښنا پرې وي.
د آسیا پاسفیک سیمې د هېوادونو لپاره د نړيوالې مالي ادارې مرستیاله، مېرمن نینا استویل جیکویچ وايي: ”دا د افغانستان لپاره یوه حیاتي او برخلیک ټاکونکې پروژه ده. دا پروژه د ګاونډیو هېوادونو وارداتي برېښنا ته د افغانستان د اړتیاوو کمولو ته لار هواروي. "
د هغې په وینا، همدارنګه دغه پروژه نړيوالې ټولنې ته دا پیغام ورکوي، چې په افغانستان کې له خصوصي سکټور سره نړيوال بانکي تړونونه لاسلیک کېدای او پلي کېدای شي.
په اوس وخت کې افغانستان د خپلې برېښنا ۷۵ سلنه اړتیا له وارداتي برېښنا پوره کوي.په مزارشریف ښار کې له طبيعي ګازو څخه د برېښنا تولیدولو پروژه برېښنا ته د افغانستان اړتیا له سیمه ییزو ګازو څخه پوره کوي.
همدارنګه، دغه پروژه ۲۰۰ کسانو ته په مستقیمه توګه او یو زیات شمېر کسانو ته په غیر مستقیمه توګه د کارموندنې زمینه برابروي.
login or register a new account.