منځپانګې ته تلل
شنبه ۱۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۲۰ غ.م
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د هند د مرسته شوو ۷۵زره ټنه غنمو، نیمايي یې افغانستان ته را رسېدلي

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۳۳ کتنې

کابل (پژواک، ۲۹ غبرګولی ۹۹): د هند له لوری د مرسته شوو غنمو د ستراتيژيکو ذخیرو کار په هرات او کندهار ولايتونو کې بشپړ شوی او پاتې غنمو د لېږد لړۍ به ډېر ژر د کابل مرکزي سېلو ته پیل شي.

د ملي پراختيا شرکت د اجرائيوي کمېټې غړي او د حقوقي او اړیکو بورډ رییس جارالله منصوري د غبرګولي په ۲۹مه په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې د هندوستان د مرسته شوو غنمو د انتقال هره جوپه چې له  ۵۰۰۰ تر ۱۰۰۰۰ ټنه غنمو  پورې کېږي، د لېږدولو چارې يې د ملي پراختيا شرکت له لوري ترسره کېږي.

هغه زیاته کړه چې  تر دې دمه ۳۱۰۰۰ ټنه غنم په څلورو جوپو کې د هند د کاندولا بندر له لارې را انتقال شوي چې ۱۲۳۴۱ ټنه غنم د هرات په سېلو او ۳۸۵۵ ټنه نور کندهار ته را انتقال او هلته ذخيره شوي دي.

نوموړی وایي، ټاکل شوې چې د دغو غنمو ۳۷زره او پنځه سوه ټنه په مرکزي سېلو کې تخليه او ذخيره شي.

د منصوري په وینا، د ملي پراختيا شرکت د هېواد راتلونکي وضعيت ته په کتو سره د دې مرستو انتقال د خپلو کارونو په لومړيتوبونو کې نيولی.

د يادونې ده، راتلونکې پنځمه جوپه ۱۰۰۰۰ ټنه غنم، د روان کال د جون په ۲۲مه هېواد ته را رسېږي.

د هغه په وینا، د مرسته شوو غنمو د انتقال پروسې قيمت نږدې ۱۴ ميليونه ډالر کېږي چې چارې يې د ملي پراختیا د عملیاتي او ملاتړې ادارې له لوري تنظيمېږي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد