منځپانګې ته تلل
شنبه ۱۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۲۱ غ.م
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

افغانستان کې د کرونا له خپرېدو سره د انټرنټ لګښت تر ۳۰ سلنې ډېر شوی

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۰۴ کتنې

کابل(پژواک، ۳۱ غبرګولی ۹۹):د کرونا ویروس د خپرېدو او په دې تړاو د رامنځته شویو محدودیتونو له امله افغانستان کې د انټرنټ د لګښت کچه تر ۳۰ سلنې لوړه شوې، خو خلک د انټرنټ له کیفيت څخه سرټکوي.

تېر کال د کب مياشتې په پنځمه د لومړي ځل لپاره په هرات ولايت کې د کرونا ناروغۍ لومړنۍ پېښه ثبت شوه او وروسته دغه ویروس نورو ولایتونو کې هم خپور شو او اوس هم د لا خپرېدو په حال کې دی.

 له همدې امله حکومت د دغې ناروغۍ د مخنيوي په موخه ځینې محدودیتونه رامنځته کړل؛ د زده کړو موسسې تعطیل شوې او ډېر د دولتي او نادولتي ادارو کارکوونکي رخصت شول، خو وروسته په دولتي ادارو کې په نوبت سره کار پیل شوی دی.

په دې موده کې د زده کړو ځینو موسسو او د ادارو ځینو کارکوونکو په انلاین بڼه کار پیل کړ او ډېرو کورنیو هم له دې امله چې له کرونا د ځان ساتنې په موخه له یو بل کره تګ راتګ نه شي کولای، له انټرنټ څخه کار اخلي او له خپلوانو او دوستانو سره یې له دې لارې اړیکې ساتي.

د مخابراتو او تکنالوجۍ وزارت سرپرست فهیم هاشمي پژواک خبري اژانس ته وويل:"له موږ سره کره شمېرې نشته چې څومره انټرنټ افغانستان ته راواردېږي، خو دا درته ويلی شم چې د قرنطين په ورځو کې په هېواد کې د انټرنټ د مصرف کچه په منځني ډول له ۲۰ تر ۳۰ سلنې ډېره شوې ده."

هغه د جزییاتو له ورکولو پرته د انټرنټ د بیو په اړه وویل:" د نورو شبکو په اړه معلومات نه لرم، خو د سلام او افغان بیسيم مخابراتي شرکتونو د انټرنټ په بيو کې ۳۰ سلنه کموالی راغلی دی."

په ورته وخت کې د روشن مخابراتي شرکت چارواکي رسنيو ته ویلي چې په هېواد کې د کرونا وېروس تر خپرېدو وروسته د دوی د مشترکينو شمېر کې اويا سلنه ډېروالی راغلی.

خو د انټرنټ کاروونکي په هېواد کې د انټرنېټ له کیفیت څخه سرټکوي.

د کابل ښار اوسېدونکی فيصل اجمل وايي:"له هغې ورځې چې قرنطين پیل شوی، تقريبا ۹۰ تر ۹۵ سلنه کار د انټرنټ له لارې ترسره کيږي، دا چې له يوې خوا د انټرنټ د مصرف کچه لوړه شوې، خو له بلې خوا د انټرنټ کيفيت هم ډېر خراب شوی دی."

اجمل زياته کړه:" اترا (د مخابراتي شبکو د تنظيم اداره) چېرې ده؟، (اترا چېرې ده؟) ډېرې چیغې مو ووهلې، خو متاسفانه د چارواکو د شرم سترګې ړندې دي؛ موږ هم مجبور يو چې د انټرنټ دا بدترين وضعيت وزغمو."

د ميدانښار اوسېدونکی ذبيح الله فاروقي وايي:"ميدانښار د کابل په ۳۵ کيلومترۍ کې پروت ولايت دی، خو د مرکزي حکومت ترڅنګ خصوصي ادارې هم زموږ ولایت ته توجه نه کوي؛ په ميدان ښار کې د دوو مخابراتي شبکو (ام ټي اند او روشن) انټرنټ لږ او ډېر کار کوي، خو هغه هم کله تري جي (3G) وي،کله هم دوه جي (2G)وي او کله هم هېڅ کار نه کوي."

په دې اړه مو د مخابراتي شبکو د تنظيم ادارې (اترا) سره اړيکه ونيوه، ویې ویل چې پوښتنې ورته ايمیل کړو، ايميل مو کړې، خو ځواب يې رانه کړ، د پژواک خبریال یو ځل د دغې ادرې دفتر ته هم ورغی، خو ځواب یې تر لاسه نه کړ او نن ( د غبرګولي ۳۱مه) يې د وياند شمېره بنده ده.

د مخابراتو وزارت د معلوماتو له مخې، دا مهال په افغانستان کې تر اووه ميليونو ډېر کسان انټرنټ کاروي او تردې وړاندې (اترا)ادارې ويلي و چې دا مهال افغانستان ته په هره ثانيه کې ۱۵۶ ګيګا بيت (GB) انټرنټ له پاکستان، ايران، ترکمنستان، تاجکستان او ازبکستان څخه راواردېږي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد