منځپانګې ته تلل
شنبه ۱۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۲۰ غ.م
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په کابل ښار کې د قزاقي اوړو بيه ټيټه شوې ده

· ۲ دقیقې لوستل · ۹۹ کتنې

کابل(پژواک، ٣١غبرګولی ٩٨): په کابل ښار کې د تېرو اوو ورځو په نسبت د قزاقي اوړو بيه ټيټه شوې، خو د نورو لومړنيو خوراکي توکو په بيو کې کوم بدلون نه دی راغلی.

د کابل ښار په منډوي کې د زم زم په نوم د خوراکي توکو پلورنځي یوه کارکوونکي محمد تواب غزنوي نن پژواک خبري اژانس ته وويل چې د تېرو اوو ورځو په نسبت د ۴۹ کيلويي بورۍ قزاقي اوړو بيه له ۱۸۰۰ افغانيو ۱۷۵۰ افغانيو ته راټيټه شوې ده.

نوموړی زياتوي، د قزاقي اوړو بيه د قزاقستان هېواد په بازارونو کې هم راټيټه شوې ده.

خو د هغه په وينا، نن هم لکه د تېرې اوونۍ په څېر، په عمده ډول د ۵۰ کيلوييبورۍ بورې بيه ۲۳۰۰ افغانۍ، ۲۴ کيلوګرامه پاکستانۍ لومړۍ سېله وريځو بيه ۲۲۰۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره حيات غوړيو بيه ۱۷۵۰ افغانۍ، د يو کيلوګرام اندونيزيايي شين چای بيه ۳۲۰ افغانۍ او د يو کیلوګرام افریقایي تور چای بیه ۳۵۰ افغانۍ ده.

کابل ښار کې د درېيم مکروريان ساحې يوه هټۍ وال محمد ذکي وايي، نن په پرچون ډول د ۴۹ کيلوګرامه قزاقي اوړوبیه ۱۸۵۰ افغانۍ، ۵۰ کيلوګرامه پاکستانۍ بوره په ۲۳۸۰ افغانۍ، ۲۴ کيلوګرامه پاکستانۍ لومړۍ سېله وريجې په ۲۵۰۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره حيات غوړي په ۱۹۰۰ افغانۍ، يو کیلوګرام اندونيزيايي شين چای په ۲۴۰ افغانۍ او يو کيلوګرام افريقايي تور چای په ۳۶۰ افغانۍ پلورل کېږي.

د سرو زرو بيې له کوم تغییر پرته پر ځپل ځای پاتې دي.

د اسعار او سرو زرو بيې د انلاین پتې له مخې، نن هم لکه د تېرې شنبېورځې په څېر د ۷۵۰ عيار يو ګرام عربي سرو زرو بيه ۳۳۰۰ افغانۍ او ۵۷۵ عيار يو ګرام روسي سرو زرو بيه ۲۶۰۰ افغانۍ ده.

د سون توکو په بيو کې هم بدلون نه دی راغلی.

د احمديار ګروپ کمپنيو د معلوماتو پر بنسټ، نن هم لکه د تېرې شنبې ورځې په څېر، يو لېټر پټرول په ۳۵ افغانۍ او يو لېتر ډېزل په ۳۸ افغانۍ پلورل کېږي.

د کابل ښار دشپاړسمې حوزې اړوند د پل پادشاه په سيمه کې د اوبلن ګاز پلورونکی محمدظريف وايي چې نن هم د تېرې اوونۍ د شنبې ورځې په څېر يو کيلوګرام اوبلن ګاز په ۴۵ افغانۍ پلورل کېږي.

د کابل ښار د شهزاده سرای د صرافانو ټولنې د معلومات له مخې، نن د غبرګولي په ۳۱مه يو امريکايي ډالر په ۷۷،۴۰افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې په ۴۷۲ افغانيو تبادله کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د غبرګولي په ۲۴مه يو امريکايي ډالر په ۷۷،۴۵ افغانيو او زر پاکستانۍ کلدارې په ۴۷۲ افغانيو تبادله کېدې.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد