منځپانګې ته تلل
شنبه ۱۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۲۱ غ.م
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په کابل کې د بورې، وریجو او سرو زرو بیې لوړې شوې دي

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۱۰ کتنې

کابل(پژواک، ۷ چنګاښ ٩۹): د تېرو اوو ورځو په پرتله، نن په کابل ښار کې د ډالر پر وړاندې د افغانۍ د ارزښت لوړېدو ترڅنګ، د قزاقي اوړو بیه راټیټه شوې او د بورې، وریجو او روسي سرو زرو بیې لوړې شوې دي.

د کابل ښار د شهزاده سرای د صرافانو ټولنې د معلوماتو له مخې، نن د جنګاښ په ۷مه، د یوه امریکایي ډالر د پلورلو ارزښت ۷۷،۱۲ او زر پاکستانۍ کلدارې ۴۶۳ افغانۍ کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د چنګاښ په لومړۍ د یوه امریکایي ډالر د پلور ارزښت ۷۷،۴۵ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې په ۴۷۲ افغانۍ بدلېدې.

د کابل ښار کې په منډویي کې د زم زم خوراکي توکو پلورنځي یوه کارکوونکي تواب غزنوي پژواک خبري اژانس ته وویل چې د تېرو اوو ورځو په نسبت، نن ۴۹ کیلوګرامه د عمده قزاقي اوړو بیه له ۱۸۰۰ فغانۍ ۱۷۵۰ افغانۍ ته راټیټه شوې ده.

سرچینې وویل چې د قزاقستان په بازارونو کې هم د اوړو بیه راټیټه شوې ده.

خو هغه وایي چې د تېرې شنبې په نسبت نن د ۵۰ کیلوګرامه عمده پاکستانۍ بورې بیه له ۲۳۰۰  څخه ۳۵۰۰ افغانۍ، د ۲۴ کیلوګرامه پاکستانۍ اول سېله وریجو بیه له ۲۲۰۰ نه ۲۴۰۰ افغانۍ ته لوړه شوې ده.

هغه وویل چې په وارد کوونکو هېوادونو کې د یادو توکو د بیو له لوړوالي سره د افغانستان په بازارونو کې هم د دغو توکو بیې لوړې شوې دي.

د نوموړي په خبره، نن لکه تېره شبنې د ۱۶ لېټره عمده صدیق غوړو بیه ۱۷۵۰ افغانۍ، یوه کیلو اندونیزیایی شین چای په ۳۲۰ افغانۍ او یوه کیلو تور افریقایی چای په ۳۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.

 د کابل ښار په درېیم مکروریانو کې یوه خواراکه پلورونکي محمد ذکي وویل چې نن د ۴۹ کیلوګرامه پرچون قزاقي اوړو بیه ۱۸۰۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه پاکستانۍ بوره په ۲۶۰۰افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه پاکستانۍ اول سېله وریجط په ۲۵۵۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره صدیق غوړي په ۱۸۵۰ افغانۍ، یوه کیلو اندونیزیایی شین چای په ۳۴۰ افغانۍ او یوه کیلو تور افریقایي چای په ۳۶۰ افغانۍ پلورل کېږي.

د روسي سرو زرو بیه لوړه شوې ده.

د «نرخ طلا واسعار» انلاین ادرس د معلوماتو پر اساس، نن لکه د تېرې شبنې د یو ګرام عیارو عربي سرو زرو بیه ۳۳۰۰ افغانۍ ده.

خو سرچینه وایي چې د تېرې شنبې په پرتله، نن د یو ګرام عیارو روسي سرو زرو بیه له ۲۶۰۰ څخه ۲۶۵۰ افغانۍ ته لوړه شوې ده.

د هغه په وینا، د کابل په بازارونو کې د سرو زرو د بیې بدلون، په نړیوالو بازارونو کې د هغه له بدلون سره اړیکه لري.

د سون توکو په بیو کې بدلون نه دی راغلی.

د ګروپ کمپنی های احمد یار د معلوماتو پر اساس، نن لکه تېره شبنې، د یوه لېټر پترولو بیه ۳۵ او د یولېټر ډیزلو بیه ۳۸ افغانۍ ده.

همداراز د کابل ښار د۱۶مې ناحیې اړوند د پل پادشاه سیمې یو تن ګاز پلورونکی محمد ظریف وایي چې نن هم لکه اووه ورځې وړاندې، یوه کیلو مایع ګاز په ۴۵ افغانۍ پلورل کېږي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد