کابل(پژواک،۱۵چنګاښ۹۹): د کابل ښار د شهزاده سرای د صرافانو ټولنه وایي چې سر له نن (یکشنبې) څخه د اسعارو د ادلون بدلون دغه سرای به هره ورځ فعالیت کوي.
دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره د اسعارو د تبادلې دغه سرای له څه باندې درېیو میاشتو راهیسې په اوونۍ درې ورځې فعالیت درلود.
د کابل ښار د شهزاده سرای د صرافانو ټولنې غړي احمد شاه پژواک خبري اژانس ته وویل چې سرای به سر له نن څخه (د چنګاښ له ۱۵مې) هره ورځ د سهار له اتو د ماسپښین تر یوې بجې پرانیستی وي.
هغه زیاته کړه:«دا پرېکړه مو ځکه وکړه چې له ګڼې ګوڼې څخه مخنیوی وشي؛ ځکه لوی اختر را نږدې دی او هېودوالو ته ډېرې حوالې راځي، که یوه ورځ وروسته پرانیستل شي، ګڼه ګوڼه زیاتېږي او د کرونا ویروس د خپراوي کچې د لوړوالي خطر ډیریږي.»
نوموړی وایي چې پر صرافانو ټینګار شوی څو روغتیایي سپارښتنې مراعات کړي.
د صرافانو ټولنه له خلکو غواړي چې روغتایي سپارښتنې په ځانګړې توګه ماسک، دستکش، دوه متره فاصله او په مکروب ضد مایع د لاسونو مینځل په جدي ډول رعایت کړي.
دا په داسې حال کې ده چې له کوچینې اختر وروسته د کابل ښار په ډېری سیمو کې د ګرځبندیز قیودات مات شوي، ځینې مارکېټونه پرانیستي دي او ډېری خلک د عامې روغتیا وزارت سپارښتنې په پام کې نه نیسي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلومات پر اساس، په هېواد کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۳۲۶۷۲ ته رسېدلی چې له ډلې یې ۸۲۶ مړه او ۱۷۳۳۱ بېرته روغ شوي دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










