ایبک(پژواک، ۱۸ چنګاښ ۹۹): په سمنګان ولایت کې د کرونا ویروس له امله د مړو شوو کسانو رسمي شمېر ۱۲ اعلان شوی، خو د دغه ولایت د والي مرستیال وایي چې په سنګان کې د دغې ناروغۍ له امله له ۴۰۰ ډېر کسان مړي شوي دي.
د سمنګان دوالي ویاند صفت الله سمنګاني چې نن يې په دغه ولایت کې د خبریالانو د امنیت د تامین او خوندیتوب کمېټې په ناسته کې خبرې کولې، وویل چې د نوموړي څېړنو پراساس چې هغه په دغه ولایت کې ترسره کړې دي، د دغه ولایت له ۶۰ تر ۷۰ سلنه خلک په کرونا ویروس اخته شوي او هغه یې تېره کړې ده.
د ده په خبره، هغه ارقام چې نوموړي د سمنګان ولایت په کچه د کرونا د خپراوي له پیله تراوسه راټول کړي ، ښیي چې له ۴۰۰ ډېر کسان په سمنګانو کې د کرونا ناروغۍ له امله مړه شوي دي.
د والي د مرستیال په خبره، دا په داسې حال کې ده چې عامې روغتیا وزارت په دغه ولایت کې د کرونا ناروغۍ له امله د مړو شوو کسانو شمېر ۱۲ اعلان کړی دی.
سمنګاني له رسنیو مننه وکړه چې د کووید – ۱۹ ناروغۍ په اړه خلکو ته معلومات ورکوي.
هغه له سیمه ییزو رسنیو په ټینګار وغوښتل چې روغتیایي پیغامونه د خلکو غوږونو ته ورسوي څو دغه مرګونی ویروس جدي ونیسي او روغتیایي طرز العملونه په پام کې ونیسي.
د سمنګانو د عامې روغتیا رییس ډاکټر عبدالجلیل مصدق په دغه ولایت کې له کرنا ویروس سره د مبارزې په برخه کې د لګښتونو د معلوماتو وړاندې کولو په اړه د والي له مرستیال سره په ګډه ناسته کې وویل چې په دغه ولایت کې د کرونا ویروس د خپراوي له پیله تر دې مهاله، ۳۲۷ کسان په دغه ویروس اخته شوي چې له دې ډلې ۲۹۶ بېرته رغېدلي او ۱۲ نور مړه شوي دي.
هغه وویل چې دغه د عامې روغتیا رسمي شمېرې دي، خو وزارت د سمنګانو د عامې روغتیا ریاست ته لاښوونه کړې څو په دې اړه سروې ترسره کړي.
مصدق وایي چې د دغې سروې پایله به تر دوو اوونیو اعلان شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن