ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بورې بیه لوړه شوې

د بورې بیه لوړه شوې

author avatar
18 Jul 2020 - 18:49
د بورې بیه لوړه شوې
author avatar
18 Jul 2020 - 18:49

کابل(پژواک، ۲۸چنګاښ ٩۹): د تېرو اوو ورځو په پرتله نن په کابل ښار کې د بورې بیه لوړه شوې، خو د نورو لومړنیو خوراکي  توکو بیې پرخپل حال پاتې دي.

د کابل ښار د تهیه مسکن بازار یو تن عمده پلورونکي حاجي زمري صافي پژواک ته وویل چې نن د چنګاښ ۲۸مه، د تېرې شنبې په پرتله د ۵۰ کیلوګرامه عمده پاکستانۍ بورې بیه له ۲۳۰۰ څخه ۱۳۹۰ افغانۍ ته لوړه شوې ده.

نوموړي وویل چې د بورې بیه د پاکستان په بازارونو کې هم لوړه شوې ده.

نوموړي وویل چې لکه تېره اوونۍ د ۴۹ کیلوګرامه عمده قزاقي اوړو بیه ۱۷۰۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ درجه پاکستانۍ سېله وریجې په ۲۴۰۰ افغانۍ، ۱۶ لېټره خورشید غوړي په ۱۴۲۸ افغانۍ، یوکیلو شین اندونیزیایی چای په ۳۲۰ او یوه کیلو تور افریقایي چای په ۳۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.

د ځینو پرچون توکو بیې له عمده پلور بیو سره په ځینو مواردو کې لږ؛ خو په ځینو مواردو کې بیا ډېر توپیر لري.

د کابل ښار په تایمنیو کې یوه خوارکه پلورونکي محمد یوسف وویل چې نن د ۴۹ کیلويي بورۍ قزاقي پرچون اوړو بیه ۱۷۵۰ افغانۍ، ۴۹ کیلويي بورۍ پاکستانۍ بوره په ۲۵۰۰ افغانۍ، ۲۴ کیلويي بورۍ پاکستانۍ وریجې په ۲۵۰۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره خورشید غوړي په ۱۵۵۰ افغانۍ، یو کیلو شین اندونیزیايي چای په ۳۴۰ افغانۍ او یو کیلو تور افریقايي چای په ۳۶۰ افغانۍ پلوري.

د سرو زرو بیې بدلون نه دی کړی

د کابل ښار د مریم لېسې په بازار کې د سرو زرو یو پلورونکی محمد جاوېد وایي چې نن هم لکه تېره شبنې، د یو ګرام ٧٥٠  عیار عربي سروزرو بیه ۳۴۵۰ افغانۍ او یو ګرام روسي ٥٨٥ عیار سره زر په ۳۰۵۰  افغانۍ پلورل کېږي.

د سون توکو بیو هم بدلون نه دی کړی

د کابل ښار د وزیر اباد د تېلو ټانک د یوه کاروکوونکي د معلوماتو له مخې، نن لکه تېره شنبې د یو لېتر پټرولو بیه ۳۵ افغانۍ او د یو لېټر ډېزلو بیه ۳۷ افغانۍ ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.