جلال اباد (پژواک، د زمري لومړۍ نېټه ۹۹): د ننګرهار د صنايعو او کانونو خونه وايي، که په دغه ولايت کې د يو شمېر نورو ستونزو ترڅنګ د برېښنا ستونزه هواره شي نو د حصارشاهي صنعتي پارک د فعاليت په پیل سره به تر پنځوس زره ډېرو کسانو ته کار پيدا شي.
د دې خونې مسوولين وايي، يو شمېر سوداګرو ورسره ژمنه کړې که د امنيت او برېښنا ستونزه حل شي نو په ننګرهار کې به صنعتي فابريکې جوړې شي، د هېواد توليدات به زيات او د بې روزګارۍ کچه به ټيټه شي.
د صنعت برخې کارپوهان وايي، د ننګرهارموقعيت او هوا داسې ده چې د کال په ۱۲ مياشتو کې په کې د صنعت چارې مخې ته تللی شي؛ خو د برېښنا نه شتون د دې لامل شوی چې په دغه ولايت کې تر اوسه صنعت وده نه ده کړې.
د ننګرهار د صنعت او کانونو خونې رييس تورملنګ شګيوال له پژواک اژانس سره د يوې ځانګړې مرکې پرمهال وويل، هڅې یې پيل کړې چې په دغه ولايت کې خلک د صنعت په برخه کې پانګه اچونې او د فابريکو جوړولو ته وهڅوي.
دی وايي، ډېرو سوداګرو ورته ډاډ ورکړی که د برېښنا او امنيت ستونزه حل شي نو حاضر دي چې دلته صنعتي فابريکې رامنځته کړي.
هغه زیاته کړه: ((د برېښنا نه شتون غټ لامل دی چې د صنعت مخه يې ډپ کړې ده، د ننګرهار اقليم صنعت ته برابر دی، موقعيت يې کابل ته نږدې او کراچۍ بندر ته هم نږدې دی چې هم د کال ۱۲ مياشتو کې فابريکه دار کار کولی شي، هم خپل صادرات مرکز کابل او هم يې د کراچۍ بندر له لارې نورې نړۍ ته انتقالولی شي.))
د تورملنګ په وينا، که د ننګرهار د شيخ مصري صنعتي پارک ټولې فابريکې فعالې او د حصارشاهي صنعتي پارک فعال شي نو د اوسنيو سربېره به پنځوس زره نوو کسانو ته د کار زمينه برابره شي.
د هغه په خبره، همدا اوس هم په ننګرهار کې په محدود شمېر فابريکې دي چې ۳زره فني او غير فني کسانو ته يې د کار زمينه برابره کړې.
د صنعت او معدنونو د خونې مشر وايي: ((له بده مرغه چې د دولت د نه توجه له امله د حصارشاهي صنعتي ښارګوټي باندې ۲۵ميليونه ډالر سرمايه ګذاري شوې خو د برېښنا نشتوالي له امله هغه پارک کې يوه فابريکه هم نه ده فعال شوې.))
د تورملنګ شګيوال د معلوماتو له مخې، د ننګرهار د صنعت کارانو پر وړاندې د برېښنا او امنيت نشتوالي ستونزه يې تر امنيت شورا رسولې، څو ځلې د حل ډاډ ورکړل شوی خو لا هم په دغه برخه کې اسانتياوې نه دي برابرې شوي.
هغه وويل، که يوازې د برېښنا ستونزه هم حل شي نو ننګرهار به په يو صنعتي ولايت بدل او ډېر هغه لوستي او نالوستي ځوانان چې اوس د کار پيدا کولو لپاره له سهاره تر مازديګره په چوکونو کې ولاړ وي، دوی به ورته کاري زمينې برابرې کړي.
ده هغه په وينا، ننګرهار همدا اوس هم د اوسپنې ويلي کولو، ګول سیخ، ترېشل، دېګ بخار، خوراکي توکو او نورو بېلابېلو توليداتو فابريکې لري.
login or register a new account.