کابل (پژواک، ۱ زمری۹۹): ولسمشر اشرف غني د سولې پالیسي جوړولو کې د ښځو د واحد غږ مشورتي ګروپ سره غونډه وکړه.
ارګ وایي، ولسمشراشرف غني نن له غرمې مخکې د سولې پالیسي جوړولو کې د ښځو د واحد غږ مشورتي ګروپ سره د ویډیو کنفرانس له لارې د سولې پروسې په اړه په ارګ کې خبرې وکړې.
سرچینې زیاته کړې، په دغه ویډیو کنفرانس کې چې د هېواد لومړۍ مېرمنې هم حضور درلود، انارکلي هنریار، حمیرا ثاقب، ګلچهره بهین، فروزان رسولي او روشن مشعل د نورو په استازیتوب د خبرو پرمهال وویل، په افغانستان کې دیني او مذهبي اقلیت تر ټولو زیات د جګړې قرباني دی. د سولې په مذاکراتو کې د دوی له اساسي حقوقو او مذهبي ازاديو څخه باید دفاع وشي.
هغوی زیاته کړه، طالبانو د سولې په مذاکراتو کې د امتیازاتو ترلاسه کولو په خاطر تاوتریخوالي ته دوام ورکړی، اما د سولې د خبرو له پیلېدو مخکې دې اوربند د پیش شرط په توګه ومنل شي.
یادو ویناوالو څرګنده کړه، سوله باید د واک د وېش لپاره هدف نه وي، بلکې د مسوولیت د وېش په معنی ده. د سولې پروسې په بېلابېلو پړاوونو کې باید د ښځو حضور او ګډون ته جدي پام وشي، له دې مه واره به یې غږ رسا وانه ورېدل شي.
ولسمشر د سولې په موخه د یادو ویناوالو د خبرو او وړاندیزو له اورېدو وروسته د دوی د هڅو مننه وکړه وې ویل، تل یې ستاسو ټینګ ملاتړ کړی او د سولې په پروسه کې هم ستاسې د شرعي او قانوني حقونو ملاتړی دی.
هغه څرګنده کړه، د افغانستان د اساسي قانون دفاع د هر افغان مهم مسوولیت او دنده ده؛ د سولې مذاکراتي ټیم څخه غواړي چې د اساسي قانون او جمهوریت پر دفاع ټینګار وکړي.
هغه زیاته کړهړ: ((اوس موږ د سولې په اړه سیمه ییزې او نړیوالې اجماع ته رسېدلي یوو، خو د ښځو همغږي ډېره مهمه ده او لا هم لازمه همغږي نه ده رامنځته شوې.))
ولسمشر د ولایتونو د ښځینه مرستیالانو ګومارنې ته په اشارې وویل، د سیاسي ملحوظاتو نه، بلکې د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د میکانیزم له لارې به وړ ښځې پر دغو څوکیو وګومارل شي.
نوموړي زیاته کړه، د ښځو چارو وزارت نور یوازې پالیسي جوړوونکی نه دی، بلکې د ښځو اړوندو موضوعاتو په برخه کې فعالیت کوي او د ټولو ښځو د غږ د قوت منبع دی.
login or register a new account.