کابل (پژواک، ۲۰ زمری ۹۹): د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي چې د روان ميلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د تېر کال د همدې مودې په پرتله د هوایي دهلېز له لارې د افغانستان د صادراتو کچه ۲۹ سلنه او ارزښت یې تر ۱۷ سلنې لوړ شوی دی.
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې چې پژواک ته را رسېدلې، راغلي: «د کرونا ویروس له خپرېدو وروسته د نړۍ هېوادونو د هغه د لا خپرېدو د مخنیوي په موخه بېړني احتیاطي تدابیر نیولي چې د دې لامل شول څو د هېوادونو ترمنځ سوداګریز او ترانزیټي مراودات په تېرو لسیزو کې خپلې تر ټولو ټیتې کچې ته ورسېږي؛ په دې لړ کې افغانستان هم له دغه امره مستثنی نه و.»
سرچینې د دې په ویلو سره چې د وري او غویي په میاشتو په اوږدو کې له نورو هېوادونو سره د افغانستان سوداګریزې اړیکې تر ټولو ټیټې کچې ته ورسېدې، زیاته کړه: ((د افغانستان حکومت د دې په درک کولو چې د کوويډ- ۱۹ موضوع یو عمومي ناروغي ده او احتمالاً له منځه وړل به یې ډېر وخت ونیسي، د ابتکار عمل په لاس کې واخیست څو د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره یې له خصوصي سکټور سره په نږدې همکارۍ د دویم ځل لپاره له سره د سوداګرۍ او ترانزیټ زمینه برابره کړه.»
د سرچینې د معلومات له مخې، تازه شمېرې ښیي چې د روان ميلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د تېر کال د همدې مودې په پرتله د هوایي دهلېز له لارې د افغانستان د صادراتو کچه ۲۹ سلنه او ارزښت یې تر ۱۷ سلنې لوړ شوی دی.
د خبرپاڼې په خبره، له متحده عربي اماراتو او هند سره سوداګري عادي حالت ته راغلې، تمه ده چې له نورو هېوادونو سره هم بېرته له سره پیل شي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










