منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 7:10 غ.م
ننوتل
8° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
دولت او سياستغړي

ولسمشر غني د ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کولو فرمان لاسلیک کړ

· 3 دقیقې لوستل · 142 کتنې

کابل (پژواک، ۲۰ زمری ۹۹) : ولسمشر اشرف غني د سولې د لویې مشورتي جرګې د پریکړو له مخې د ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کولو تړون لاسلیک کړ.

له ارګ څخه د زمري په ۲۰مه، پژواک اژانس ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي،  ولسمشر  غني نن ماښام په یو لړ مراسمو کې د نظامي منسوبینو د مجازاتو د تخفیف او بښنې فرمان او د طالبانو ډلې غوښتل شوي پنځه زره کسیز لېست کې د شاملو محکومینو د بښنې فرمان لاسلیک کړ.

سرچینې زیاته کړې، په دې مراسمو کې چې په ارګ کې ترسره شول، د جمهوري ریاست مرستیالانو، قاضي القضات او د سترې محکمې رئیس، د ملي امنیت سلاکار، د چارو ادارې عمومي رئیس، د جمهوري ریاست عالي مقام دفتر رئیس او د افغانستان دولت مذاکره کوونکي پلاوي رئیس هم حضور درلود.

په خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشر د افغانستان د اساسي قانون د ۶۴ مادې د ۱۸ فقرې حکم او په کابل کې د ۱۳۹۹ کال د زمري پر ۱۷ د جوړې شوې سولې مشورتي لویې جرګې د غوښتنې پر اساس، د هغو نظامي منسوبینو د مجازاتو تخفیف او بښنه منظور کړه چې د محاکمو د قطعي او نهایي حکم پر اساس محکوم شوي دي.

سرچینې زیاته کړې، د دې فرمان په لومړۍ ماده کې د تخفیف او بښنې په اړه راغلي دي: ((د هغو نظامي منسوبینو د حبس مجازاتو پاتې موده چې تر پنځو کلونو پورې په بند محکوم شوي دي، د جزایي اجراآتو قانون د ۳۵۰ مادې او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي منع قانون د احکامو پر اساس، د هغوی د بند پاتې مودې ته له پام پرته، بښل شوي او له بند څخه دې خوشې شي.))

همداراز په دې ماده کې ذکر شوي دي،  هغه منسوبین چې پر پنځو کلونو بند سربېره په نغدي جزا محکوم شوي دي، د هغوی نغدي جزا هم بښل کېږي.

د دې فرمان په دویمه ماده کې لیکل شوي چې د دې فرمان د احکامو تطبیق د اشخاصو د حق العبدي دعوې د اقامې مخنیوی نه کوي.

په همدې ترتیب، جمهوررئیس په دې مراسمو کې، د سولې مشورتي لویې جرګې د پرېکړې په تعقیب چې د هغې د پرېکړه لیک دویمې مادې د طالبانو د پاتې بندیانو خوشې کول تائید کړي د طالبانو ډلې غوښتل شوي پنځه زره کسیز نوملړ کې د شاملو محکومینو د بښنې فرمان لاسلیک کړ.

د امریکا او طالبانو د سولې هوکړې پر اساس چې د ١٣٩٨ لمريز کال د کب په ١٠مه په دوحه کې د زلمي خلیلزاد او د طالبانو د مرستیال ملا عبدالغني برادر ترمنځ لاسلیک شوه، له مخې یې افغان حکومت باید ۵۰۰۰ طالب بندیان ازاد کړي وای او طالبانو هم باید ۱۰۰۰ بندي افغان امنیتي او دفاعي سرتېري باید ازاد کړي وای.

خو د بندیانو ازادولو بهیر لکه څنګه چې د دوحې په هوکړه کې یادونه شوې وه، ټکنی مخې ته ولاړ او څو میاشتې وځنډېد.

افغان حکومت که څه هم د طالبانو له خوا د ورسپارل شوي لېست له مخې ۴۶۰۰ طالب بندیان ازاد کړل، خو د ۴۰۰ نورو طالب بندیانو له ازادولو سره یې مخالفت وښود.

ولسمشر غني وویل چې یاد ۴۰۰ طالب بندیان پر حق العبدي مسایلو تورن دي او دی یې د افغانستان اساسي او جزا قانون پر اساس د ازادولو صلاحیت نه لري او تېر لوی اختر یې اعلان وکړ چې په اړه به یې مشورتي لویه جرګه را وغواړي.

د سولې مشورتي لویه جرګه چې د یادو طالب بندیانو د برخلیک روښانه کولو په هدف د تېرې جمعې په ورځ رابلل شوې وه، پرون یکشنبه یې د یوې قطعه نامې په وړاندې کولو سره د یادو ۴۰۰ طالب بندیانو له ازادولو سره موافقه وکړه.

ولسمشر غني د سولې مشورتي لویې جرګې د پرېکړه لیک له اورېدو وروسته وویل چې د ۴۰۰ طالب بندیانو ازادولو فرمان به لاسلیک کړي.

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

پرويز کړوخېل
پېژندپاڼه او ټول راپورونه

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست
دولت او سياست

د روسیې د لومړي وزیر مرستیال نږدې راتلونکي کې کابل ته راځي

دولت او سياست

فضل‌الرحمن: د پاکستان حکومت «جعلي» او د ټاکنیزو درغلیو محصول دی

دولت او سياست

لاوروف: د افغانستان اوسنی حکومت یو واقعیت دی چې باید په پام کې ونیول شي

دولت او سياست

روسيه کې د ا.ا سفیر: پاکستان د افغانستان او سیمې د امنیت لپاره ګواښ دی

دولت او سياست

د ا.ا مشر: د ټولنې د اصلاح او فساد د له منځه تلو لپاره د زده‌ګړو د بهير دوام اړين دی

دولت او سياست

لینډزي: برېتانیا د افغانستان په تړاو د سیمه‌ییزو کړکېچونو د سوله‌ییز حل ملاتړ کوي

دولت او سياست

مجاهد: يوناما نړۍ ته د افغانستان منفي انځور وړاندې کوي؛ دغه چلند يې د بې‌طرفۍ له اصل سره په ټکر کې دی

دولت او سياست

برېتانیا له افغاني سرې میاشتې سره د راستنېدونکو کډوالو او نورو بشري برخو کې د همکارۍ ژمنه وکړه