منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۴۹ غ.و
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

​بلوچستان کې چاودنې ٢٦ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۸۳ کتنې

کابل (پژواک، ٢٠ زمرى ٩٩): د بلوچستان ايالت په چمن کې د يوې چاودنې له امله ٢٦ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

پاکستاني رسنيو د زمري په ٢٠مه خبر ورکړى چې دا چاودنه نن له غرمې وروسته د چمن په مال روډ باندې شوې ده.

ځايي چارواکو ويلي چې چاودېدونکي په يوه موټرسايکل کې ځاى پر ځاى شوي وو چې  چاودنه یې کړې او په کې شپږ کسان وژل شوي او٢٠ نور ژوبل دي.

د کوېتې ښار د روغتون مسوولينو ويلي چې د اتو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.

د دې چاودنې مسووليت تر اوسه چا نه دى اخيستى، خو له دې مخکې د نورو چاودنو او بريدونو مسووليت د بلوڅو ازادي غوښتونکې ډلې پر غاړه اخيست.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول نړیوال خبرونه