هرات (پژواک، ۲۶ زمری ۹۹): د هرات ولایت د اطفایې مدیریت مسوولین وایي چې په ولسوالیو کې د اور وژنې لپاره هېڅ تشکیل نه لري او په ښار کې د ۴۰ کاله مخکې تشکیلاتو باندې خدمتونه وړاندې کوي.
د هرات د اطفایې عملیاتي مدیر حبیب الله حبیبي د امکاناتو او تشکیلاتو کموالي ته د اندېښنې په څرګندولو سره پژواک خبري اژنس ته وویل چې دغه مدیریت اوس مهال د په لاس کې شته لس سلنه امکاناتو سره په هرات ښار کې د اور مړ کولو لپاره اقدام کوي.
هغه وویل: «هرات همدا اوس شاوخوا پنځه ميلیونه نفوس لري او څلوېښت کاله وړاندې د دغه ولایت نفوس یو ميلیون و، زموږ تشکیلات د ۴۰ کلونو مخکې اړتیاوو لپاره دي او موږ له سل سلنې، لس سلنه اکمال یو.»
نوموړي زیاته کړه چې دغه مديریت ۹۵ کارکوونکي او ۲۵ موټر لري او ځیني دغه موټر خراب هم دي.
د هرات د اطفایې د عملیاتي مدیر په خبره، د دې ادارې ۹۵ کارکوونکي هم د مسوولینو په لارښوونه په شپږو برخو، اسلام کلا بندر، تورغونډۍ بندر، صنعتي ښارګوټی، ۶۴ متره جاده، د ګذرګاه ساحه او اطفایې مرکزي مدیریت باندې وېشل شوي دي.
هغه وویل چې په هره برخه کې ۱۵ کسان او ۴ موټر فعالیت کوي.
هغه زیاته کړه، په ولسوالیو کې د اور وژنې لپاره هېڅ تشکیلات او امکانات نشته.
د هرات د اطفایې مدیریت یو کارکوونکی بشیراحمد واحدیار وایي چې د اطفایې ډېری موټر لوی دي او که د کوڅې په داخل کې اور لګېدنه رامنځته شي، هغوی د اور وژنې لپاره هېڅ امکانات نه لري.
د اطفایې مديریت یو شمېر کارکوونکي وایي، داسې ورځې هم راغلې دي چې په هرات کې د اور لګېدنې څو پېښې رامنځته شوې دي چې هغوی په ډېره سختۍ سره د خلکو ستونزو ته رسېدنه کړې ده.
په همدې حال کې د هرات ولایتي شورا وایي چې د قانون له مخې باید د ښار په هره ناحیه کې د اطفایې یو مرکز موجود وي څو د اور لګېدنې ستونزې ته پر وخت رسېدنه وکړي.
د هرات د ولایتي شورا غړي کبیر ایثار پژواک ته وویل: «له بده مرغه څو ځلې مو د اطفایې مدیریت د امکاناتو کموالي پوره کولو لپاره عدالت غوښتنه کړې خو هېڅ رسېدنه نه ده شوې.»
د هرات ولایت یو شمېر اوسېدونکي د دغه ولایت د اطفایې مدیریت په اړه د حکومت پر نه پاملرنه نیوکه کوي وایي، هرات صنعتي او سوداګریز ښار دی او د اور لګېدنې ډېرې پېښې لري او د دغه مدیریت تشکیلات او امکانات باید ډېر شي.
د هرات په اطفایې مديریت کې د تشکیلاتو او امکاناتو کموالي اندېښنې په داسې حال کې دي چې په وروستیو کلونو کې دغه ښار د اور لګېدنو د ډېرو پېښو شاهد و.
په تازه پېښه کې د هرات ولایت په صنعتي ښارګوټي کې دوې میاشتې وړاندې د اکسېجن د تولید په یوه شرکت کې د اور لګېدنې له امله د شرکت مسوولینو ته له ۲۵زرو ډالرو دېر زیان واوښت.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










