پل علم (پژواک، ٢٦ زمرى ٩٩): د لوګر امنيتي مسوولين وايي چې د محمد اغې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ترافيکي پېښې له امله څلور تنه مړه شوي او اووه نور ټپيان شوي دي.
د لوګر د امنيې قوماندانۍ وياند شاپور احمدزي د زمري په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې وروسته د محمد اغې ولسوالۍ په تنګي واغجان سيمه کې ترافيکي پېښه رامنځته شوې ده.
ده وويل چې په دې پېښه کې څلور تنه مړه شوي او اووه نور ټپيان دي.
ده زياته کړه: ((سراچه موټر له بکسې موټر سره ټکر کړى او علت يې هم د دواړو تېز رفتار دى.))
دغه راز د پېښې يو تن عيني شاهد احمد الله پژواک ته وويل چې سخته ترافيکي پېښه رامنځته شوې، خلکو له موټر نه مړي او ټپيان ښکته کړل.
دى وايي چې په دې پېښه کې د يوې ښځې په ګډون څلور تنه مړه شوي او اووه نور ټپيان شوي دي.
د يادونې ده چې ډېرى مهال دغه شان پېښې د موټرو د تېز رفتار او يا هم د سړکونو د خرابوالي له امله رامنځته کيږي چې بيا مرګ ژوبله هم له ځانه سره لري.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










