ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملي تدارکاتو کمېسیون ٣٨ تدارکاتي موارد منظور کړل

ملي تدارکاتو کمېسیون ٣٨ تدارکاتي موارد منظور کړل

author avatar
18 Aug 2020 - 09:55
ملي تدارکاتو کمېسیون ٣٨ تدارکاتي موارد منظور کړل
author avatar
18 Aug 2020 - 09:55

کابل (پژواک، ٢٨زمرى٩٩):  ملي تدارکاتو کمېسیون ‎له ۲.۴ میلیارد څخه د زیاتو افغانیو په ارزښت ۳۸ تدارکاتي موارد منظور کړل.

له ارګ څخه پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډه د ولسمشرمحمد اشرف غني په مشرۍ تېر مازیګر په ارګ کې ترسره شوه.

د سرچينې په خبره، په دې غونډه کې، له ۲.۴ میلیارد څخه د زیاتو افغانیو په ارزښت ۳۸ تدارکاتي موارد چې د قلعه نجارا ګذر د زېربناوو د ښه کولو پروژې قرارداد، د بهرنیو چارو وزارت د ستوري ماڼۍ او مرکزي ودانۍ د اساسي ترمیم پروژې قرارداد، په هرات ولایت کې د افغانستان برېښنا شرکت اړوند دوه قراردادونه، د لویې څارنوالۍ د تعمیراتو د اوسني کمپلېکس د الحاقیې درې بلاکونو جوړولو پروژې قرارداد او د ملي دفاع وزارت د کمپیوټري تجهیزاتو، رنګ او د فوټوکاپي او پرنټرونو ماشینونو کارټریج تهیې او تدارک پروژې دوه قراردادونه شامل دي، له بحث وروسته منظور شول.

په خبرپاڼه کې زياته شوې، په همدې ترتیب ملي تدارکاتو کمېسیون د یو شمېر تدارکاتي موضوعاتو د لارښوونو او یادښتونو په اړه هم لازم تصمیمونه ونیول او اړوندو بنسټونو ته یې لازمې لارښوونې وکړې.

همداراز د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډې د ځینو پروژو د تعدیل د منظورۍ پر غوښتنه غور او ارزونه وکړه او ترڅنګ یې د کمېسیون د مخکنیو پرېکړو د لارښوونو د تحقق پر راپور هم بحث وکړ.

په دې غونډه کې د ملي تدارکاتو کمېسیون غړو د یو شمېر پروژو د ارزونې لارښوونه وکړه او د پروژو د تطبیق پر څارنه یې ټینګار وکړ .

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.