کندهار (پژواک، ۳۱ زمری ۹۹): له اوږدې مودې بندېدا وروسته د سپین بولدک- چمن لار د خلکو پر مخ پرانیستل شوه او دواړو غاړو ته تګ راتګ پیل شوی دی.
دغه ټرانزیټي لار د پاکستان لوري له خوا شپږ میاشتې مخکې د کرونا ناروغۍ د مخنیوي په پلمه وتړل شوه او وروسته یې هڅه کوله پر دې لار د پلي تګ راتګ پر مهال یو شمېر محدودیتونه وضع کړي خو د ډیورنډ فرضي کرښې دواړو غاړو ته مېشت ولس یې مخالفت وکړ او د لارې د خلاصون په موخه یې پراخ لاریونونه او پرلتونه وکړل.
اوس چارواکي وايي چې د افغان او پاکستان لوري د تفاهم له مخې دغه لار د پخوا په څېر پرانیستل شوې او خلک کولای شي د تذکرې او شناختي کارډ په لرلو تګ راتګ وکړي.
د کندهار د والي ویاند بهیر احمدي پژواک خبري اژانس ته وویل، له تېرو څو اوونیو راهیسې دیپلوماټیکي هڅې روانې وې چې د سپین بولدک- چمن لار د ټرانزیټ تر څنګ د خلکو پر مخ هم خلاصه شي.
هغه زیاته کړه، دغه لاره د پاکستان لوري له خوا تړل شوې وه او هغوی یې د بېرته خلاصولو لپاره د ځینو محدودیتونو او شرایطو وضع کول غوښتل.
د ده په خبره، بالاخره تېره ورځ د دواړو هېوادونو کمېسارانو د مرکزي حکومتونو په لارښوونه ناسته وکړه او د پخوا په څېر د لارې پر عادي پرانیستلو سلا شول.
دی وايي، د دواړو لورو د تفاهم له مخې، یاده شوې لار به د اوونۍ ټولې ورځې د ټرانزیټ ترڅنګ د خلکو د تګ راتګ لپاره هم پرانیستې وي او په دې برخه کې به کوم خنډ نه رامنځ ته کېږي.
د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د سرحدي پولیسو د کمېسارۍ مشر ډګروال شریف غرزي پژواک خبري اژانس ته وویل، چې نن سهار اووه نیمې بجې لار پرانیستل شوې او دواړو غاړو ته تګ راتګ پیل شوی دی.
بلخوا د کندهار امنیه قوماندان جنرال تادین خان وايي چې د سپین بولدک- چمن لار د ډیورنډ فرضي کرښې د دواړو غاړو د ولس په قربانیو او هڅو د پخوا په شان پرانیستل شوه.
هغه پژواک خبري اژانس ته وویل، دواړو غاړو ته مېشتو قومونو وښودله چې د وروڼو ترمنځ جلاوالی ناممکن دی.
امنیه قوماندان په دې برخه کې د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر حنیف اتمر څخه هم مننه وکړه چې د لر او بر پښتنو د بېلوالي د مخنیوي لپاره یې سخت کار وکړ او دغه لار یې په دایمي توګه پرانیستله.
یاده لار چې د پاکستاني لوري له خوا شپږ میاشتې مخکې د کرونا ناروغۍ د مخنیوي په بهانه تړل شوې وه، د بېرته خلاصون لپاره یې د ډیورنډ فرضي کرښې دواړو غاړو ته پراخ لاریونونه او پرلتونه وشول.
پاکستان هڅه کوله خلک د پاسپورټ او ویزې په لرلو پر دې لار تګ راتګ وکړي چې دواړو غاړو ته مېشت ولس یې مخالفت وکړ.
په دې لړ کې د تېر لوی اختر په شپه پاکستاني لوري پر افغان ځواکونو او د استوګنې پر سیمو برید هم وکړ چې ګڼو ملکي وګړو ته یې مرګ ژوبله واړوله.
د لارې اوږدې مودې بندېدا خلکو او سوداګرو ته میلیونونه افغانۍ زیان اړولی او د هغوی ورځنی ژوند یې اغېزمن کړی وو.
پر دې لار هره ورځ شا و خوا دېرش زره وګړي د سوداګرۍ، روزګار او خپلو نورو اړتیاوو په موخه تګ راتګ کوي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










