جلال اباد(پژواک، ۲ وږی ۹۹): ننګرهار کې د چرګانو د روزنې فارمونو مسوولين وايي چې له پاکستان څخه د حلال شويو چرګانو وارداتو، دلته د چرګانو د صنعت پر وړاندې خنډونه جوړ کړي دي.
دوی وايي، له پاکستان څخه حلال کړای شوي مکمل چرګان د وزرونو او ورونونو په نوم راوړل کېږي چې ګمرکي محصول يې کم راځي او دلته يې د روغو چرګانو نرخونه ټيټ کړي دي.
د چرګانو د روزونکو په خبره، د دوی د کارونو پر وړاندې نورې ستونزې له پاکستان څخه د يو ورځنيو چرګوړو او درملو راتګ دی چې د دواړو کيفيت خراب دی او کله چې چرګان خرڅلاو ته چمتو کېږي نو کيفيت يې ښه نه وي.
د ختيځو درېيو ولايتونو ننګرهار، کونړ او لغمان د چرګانو روزونکو فارمونو مسوولينو خپلې دا ستونزې او شکايتونه د وږي په ۲مه جلال اباد ښار کې د يوې غونډې پرمهال وکړې.
ننګرهار کې د کرنې او مالدارۍ د خونې مرستيال حسيب الله ترکي وويل، له پاکستان څخه د کارتني او حلال شويو چرګانو وارداتو دلته د چرګانو د روزنې صنعت پر وړاندې خنډونه جوړ کړي دي.
هغه زياته کړه: (( بله ستونزه د وړو چرګوړو او دانې ده چې دا موږ له پاکستان څخه راوړو، خو کيفيت يې ښه نه وي نو کله چې چرګان و روزل شي بيا د پاکستاني چرګانو پر وړاندې مقابله نه شي کولی او نرخونه يې ټيټ وي.))
د چرګانو د روزنې د يو فارم لرونکی محمد اصف شينواری وايي چې له پاکستان څخه کارتني غوښې د وزرو او ورونونو په نوم راځي او محصول کېږي، خو اصلا بشپړ چرګان وي چې بيا يې دلته نرخونه ټيټ وي او ننګرهار کې روزل شوي چرګانو بيه لوړه وي چې مقابله نه شي کولی.
د خليل الله په نوم يو بل فارم لرونکی هم وايي، چې د دوی د چرګانو کيفيت ټيټ او قيمت لوړ وي، نو ځکه د پاکستانيو پر وړاندې مقابله نه شي کولی او زياتوي چې د پاکستانيو چرګانو کيفيت هم ټيټ وي خو نرخونه يې هم ورسره ټيټ دي.
په همدې حال کې د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رييس انعام الله ساپی چې دغې غونډې ته ورغلی و، يادې ستونزې تاييد کړې او وايي، هڅه کوي چې د حل لپاره يې کار وکړي.
د نوموړي په خبره، د چرګانو روزنه يو زنځيروي چاره ده چې د چرګانو توليد، روزنه، د دانو او درملو توليد برخې يې دي خو دلته يوازې د روزنې برخه کې کار شوی او نورې برخې يې نيمګړې دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










