کابل (پژواک، ۴ وږی ۹۹): د کابل اوسېدونکی عمران خان له حکومته غواړي چې د کورنیو د هغو څلورو غړو په موندلو کې یې ورسره مرسته وکړي چې په ترکیه کې د کښتې ډوبېدو له پېښۍ وروسته په هغه هېواد کې نادرکه شوي دي.
د روان کال د چنګاښ په ۷مه د ترکیې د ختیځې سیمې په وان اوبو کې یوه کښتۍ ډوبه شوه.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې په دې کښتۍ که د افغانانو، پاکستانیانو او بنګله دېشیانو په ګډون له اتیا تر نوي کسان په قاچاقي ډول اروپا ته روان وو.
د ده د معلوماتو له مخې، دغه کسان ټول مړه شوي او له دې ډلې ۶۱ مړي را ایستل شوي چې ۳۴ یې افغانان دي.
د هغه په وینا، له یادو افغانانو څخه د ۲۹ مړي هېواد ته را لېږدول شوي او پنځه نور همالته خښ شوي دي.
د کابل ولایت د بګرامیو ولسوالۍ د بتخاک سیمې اوسېدونکي عمراخان پژواک خبري اژانس ته وویل چې د ده زوی او درې د تره زامن هم د چنګاښ په اوومه- هغه ورځ چې یاده کښتۍ ترکیه کې ډوب شوه- هم کښتۍ ته په تمه و ترڅو اروپا ته ولاړ شي.
دی وايي: "ترکیه کې د کښتۍ له ډوبېدو وروسته مې هڅه وکړه چې د کورنۍ له خپلو دغو څلورو غړو سره اړیکه ونیسم. خو هېڅ درک یې ونه لګېد، خو وروسته یوه کمیشنکار (قاچاق وړونکي) راته وویل چې دغه څلور تنه مړه شوي دي."
هغه زیاته کړه: "ټوله کورنۍ مو، ښځې او ماشومان ژاړي، خو که د دې کسانو مړي هم پیدا شي لږ تسل به یې وشي."
ده د افغانستان له حکومته وغوښتل چې د یادو څلورو کسانو په موندلو کې ورسره مرسته وکړي.
عمراخان وایي: "د بهرنیو چارو وزارت او ترکیه کې د افغانستان سفارت له مسوولینو سره مو هم اړیکې ونیوي، اوس هم د هغوی د پیدا کولو هڅه کوو خو هېڅوک مرسته نه راسره کوي."
خو په ترکیه کې د افغانستان شارژدافېر حبیب احمد خنجاني پژواک ته وویل چې د ورک شوو کسانو د موندنې عملیات روان دي او که د نورو افغانانو مړي وموندل شي، هېواد ته د لېږد امکانات به ورته برابر کړي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند هېواد ګران د عمراخان د څرګندونو په تړاو وایي، تر اوسه دا نه ده ثابته چې یاد څلور کسان په یاده پېښه کې مړه شوي او که ژوندي او له کورنۍ سره یې اړیکه پرې شوې ده.
هغه وایي، وزارت هم هڅه کوي چې که د کښتۍ د ډوبېدو په پېښه کې نورو افغانانو هم ژوند له لاسه ورکړی وي، هغه پیدا کړي او مړي یې هېواد ته را ولېږدوي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










