کابل (پژواک، ۵ وږی ۹۹): ولسمشر غني ټولو دولتي ارګانونو ته لارښوونه کړې چې په بېړنۍ توګه پروان کې د سیلاب له امله ټپیانو او د پېښې د قربانیانو کورنیو ته رسیدنه وکړي.
د پروان په مرکز او بګرامیو، جبل السراج او سالنګ ولسوالیو کې سیلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه واړول.
د راپورونو له مخې سیلابونو ۷۱ تنه وژلي، سل نور یې ټپیان کړي، او سلګونو کورونه یې نړولي او یا یې زیانمن کړي دي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ د خبرپاڼې له مخې، ولسمشر محمد اشرف غني نن مازدیګر د وسله وال پوځ اعلی سرقومندانۍ په غونډه کې ویلي چې حکومت به سېلاب ځپلو سره د مرستې رسولو په خاطر له خپلو ټولو امکاناتو استفاده وکړي.
دغه راز سرچینه لیکي چې ولسمشر ټولو دولتي ارګانونو ته لارښوونه کړې چې په بېړنۍ توګه پروان کې د سیلاب له امله ټپیانو او د پېښې د قربانیانو کورنیو ته رسیدنه وکړي.
login or register a new account.