کابل (پژواک، ۸ وږی ۹۹): د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د برېښنا د پېر او پلور لس کلن هوکړه لیک د دغو هېوادونو د لوړپوړو چارواکو پر وړاندې لاسلیک شو.
د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې چې نن پژواک خبري اژانس ته را رسېدلې، راغلي چې دغه هوکړه لیک تېره ورځ (جمعه، د وږي ۷مه) ازبکستان هېواد ته د بهرنیو چارو د وزیر په مشرۍ د افغانستان د دولت د لوړپوړي پلاوي د سفر په لړ کې په تاشکند کې لاسلیک شوی دی.
د هېواد د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو او د دې هوکړې له مخې، د برېښنا د انتقال د ۵۰۰ کلیوولټه مزي غځولو له بشپړېدو وروسته چې د ازبکستان په وسیله او د اسیا پراختیایي بانک په مالي ملاتړ د شاوخوا ۱۰۰ ميلیونه امریکا ډالرو په ارزښت جوړېږي، په لومړي او دویم کال کې به په ساعت کې ۴،۲۵ ګېګاواټه او په نورو کلونو کې به په ساعت ۶ ګېکاواټه د برېښنا انرژي افغانستان ته صادرېږي.
د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د دې هوکړې په تطبیق سره شمالي، مرکزي، سوېلي، سوېل لوېديځو او د هېواد مرکز ته ۲۴ ساعته برېښنا برابرېږي.
د هېواد د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو پر اساس، د برېښنا شرکت سرپرست محمد داوود نورزي او د ازبکستان د برېښنا د ملي شبکې د مدیره پلاوي رییس دغه هوکړه لیک لاسلیک کړی دی.
دغه هوکړه لیک د بهرنیو چارو د وزیر محمد حنیف اتمر او د ازبکستان د صدرعظم د مرستیال او سوداګرۍ او پانګونې وزیر عمراکوف یردار اکتومویچ ترمنځ لاسلیک شوی دی.
افغانستان د خپلې اړتیا وړ انرژۍ لویه برخه له ازبکستان او تاجکستان هېوادونو، ایران او ترکمنستان څخه واردوي.
login or register a new account.