جلال اباد (پژواک ۱۰ وږی ۹۹): د ننګرهار يو شمېر سوداګرو د دغه ولايت د سوداګرۍ او پانګونې خونې پر مشرۍ نيوکه کړې چې ګواکې ټاکنې یې غیر قانوني کړې او ځانونه يې د دې خونې مشر او مرستيالان کړي دي.
دغه سوداګر چې په جلال اباد ښار کې راټول شوي وو، ادعا يې درلوده چې دوی د يادې خونې برحال مسوولين وو، خو د يو شمېر نورو سوداګرو له لوري پرې د دوی په خبره کودتاه شوې او دوی یې له دغه موقفه لرې کړي دي.
د دغو سوداګرو نيوکه دا هم ده چې د اوسنۍ رهبرۍ يو شمېر غړي په نورو خونو کې هم غړيتوب لري او دغه راز د فساد دوسيې هم لري چې د قانون له مخې رهبرۍ ته ځانونه نه شي کانديدولی.
خو د ننګرهار د پانګونې او سوداګرۍ خونې مسوولين وايي، ټاکنې د قانون له مخې د مديره هيئت د اکثريت غړو په موجوديت کې شوې او دا اسناد هم په لاس لري چې دغو نورو غړو ته هم د ټاکنو خبر ورکړل شوی دی.
د ننګرهار سوداګرۍ او پانګونې خونې ټاکنې د وږي په ۵مه ترسره شوې چې ګلمراد عرب يې د رييس، حضرت ولي هډوال، اغا محمد رودوال، صفت الله صاحبزاده، او عبدالولي بابکرخېل د مرستيالانو په توګه ټاکل شوي دي.
خو پرون يو شمېر سوداګرو چې په کې د دې خونې مخکنی رييس او يو مرستيال هم موجود وو، نيوکه يې کوله چې ټاکنې په غير قانوني توګه ترسره شوې دي.
د عتيق الله مومندزاده په نوم سوداګر چې پخوا د سوداګرۍ خونې رييس و، وويل، د دوی په شمول اتو کسانو د مديره هيئت غړو له دغو ټاکنو بايکاټ کړی، ځکه چې غير قانوني دي، ځيني کسان په کې د نورو خونو غړيتوب هم لري چې د سوداګرۍ خونې د اصولو خلاف عمل دی.
دی وايي، د ټاکنو لپاره د مدیره پلاوي نصاب پوره نه و او یواځې محدودو کسانو په کې برخه اخیستې چې دا چاره هم له قانون سره په ټکر کې ده.
د معترضو سوداګرو له ډلې زلمي اعظمي که څه هم د چا نوم نه اخلي خو نویو ټاکل شویو کسانو ته په اشارې وايي، ځيني ناقانونه سوداګري کوي او ایرانۍ مېوه او ترکاري د افغانستان په نوم بهر ته لېږي، افغان بزګرو ته یې له کبله لوی زیان رسېږي.
هغه غوښتنه کوي چې سوداګرۍ وزارت دې راپورته شوی جنجال حل کړي او که پام ورته ونه شي نو د ننګرهار د سوداګرو ټولنې له ادرسه به خپلې چارې مخکې وړي او د پانګونې له خونې سره به پرېکون وکړي.
د بازمحمد افسرزي په نوم يوه بل سوداګر نيوکه وکړه چې د اوسنۍ رهبرۍ يو شمېر غړي په مافيايي کړيو کې شامل دي او په څارنوالۍ کې د فساد دوسيې هم لري چې د قانون له مخې په ټاکنو کې د دوی برخه اخيستنه غير قانوني ده.
خو د سوداګرۍ او پانګونې خونې نوی ټاکل شوی رييس او غړي وايي، ټاکنې يې قانوني کړې او د نصاب له مخې يې ۱۰ کسان حاضر وو.
د دې خونې د مديره پلاوي غړي ډاکتر مخلص د نورو په استازیتوب وويل چې ټاکنې د ننګرهار ولايت د سوداګرۍ د رييس په موجوديت کې شوې او اوس هم حاضر دي، که معترض سوداګر يې غوښتنه وکړي، بيا ورسره ټاکنې کوي.
دی وايي، اته مياشتې وړاندې موقتي کسان وټاکل شول او پرېکړه وشوه چې شپږ مياشتې وروسته به ټاکنې کوي او دا دوه مياشتې کېږي چې دغو خلکو ته انتظار شوی خو وايي، نه حاضرېدل نو ځکه يې ټاکنې وکړې.
اندېښنې دا دي که چېرې سوداګر همداسې په خپلو کې سره په ناندريو او بې اتفاقيو سر وي، نو ښايي د ننګرهار په مارکېټونو کې د توکو بيې لا لوړې شي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










