کابل (پژواک، ١٠ وږى ٩٩) :د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست محمد هارون چخانسوري، د ځمکو او ښارجوړونې وزارت سرپرست محمود کرزي او د ټاپي پایپ لاین لمېټېډ شرکت اجراییه رئیس محمد مراد امانوف د ټاپي پروژې د لارې د مسیر د ځمکو د استملاک په اړه هوکړه لیک لاسلیک کړ.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست محمد هارون چخانسوري د وږي په ١٠مه، ددغه تړون د لاسليک پر مهال وويل ، د ټاپي پروژې اهمیت یوازې د ګازو په لېږد کې نه دی، دغه پروژه د محلي ټولنو په اقتصادي پراختیا او د منطقوي همپالنې په تقویه کولو کې عمده رول لري.
هغه زیاته کړه، دغه هوکړه لیک د ټاپي پایپ لاین د لارې د مسیر د ځمکو استملاک او په هرات کې د پروژې د چارو د پیلېدو په موخه لاسلیک کیږي ترڅو په افغانستان کې پروژه د مهالوېش په اساس تطبیق شي.
د ځمکو او ښارجوړونې وزارت سرپرست محمود کرزي وویل، د ټاپي پروژې اقتصادي ګټې د افغانستان لپاره خورا مهمې دي.
ده زياته کړه :(( ددې سند په لاسلیک کولو سره به موږ د استملاک چارې پیل کړو ترڅو د پروژې د ساختماني چارو تطبیق ته زمینه مساعده شي.))
د ټاپي پایپ لاین لمېټېډ شرکت رئیس محمد مراد امانوف په خپلو خبرو کې وویل چې د استملاک د چارو له بشپړېدو وروسته به په افغانستان کې د ۲۰۲۱ میلادي کال په لومړیو کې د پروژې ساختماني چارې پیل شي.
ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هندوستان ترمنځ د ټاپي په نوم د پروژې په اړه په لومړي ځل ۲۵ کاله وړاندې فکر اونظر رامنځ ته شوى وو، خو د ځینو تخنیکي، سیاسي او امنیتي ستونزو له امله دګازو د نل ليکې په دې پروژې د عملي کار پرانيستلو لړۍ تر ١٣٩٤ کاله پورې وځنډېده.
د ټاپي په دې پروژې شاوخوا ۱۰ میلیارده امریکايي ډالره لګښت اټکل شوى ،دا پايپ لاين يا نل لیکه ۱۸ سوه کلومتره اوږدوالی لري، له ترکمنستان نه د افغانستان د هرات او کندهار له لارې او بيا د پاکستان د کوټې او ملتان څخه هندي پنجاب ته غځول کېږي.
دغه نل لیکه په یو کال کې د ۳۳ میلیارده کیوبک میتره غازو د انتقال وړتیا لري، که دسيمې په کچه اقتصادي ګټې شريکې شي د سياسي ناندريو په لرې کولو کې هم مرسته کولى شي.
login or register a new account.