جلال اباد (پژواک، ۱۱ وږی ۹۹): د جلال اباد ښاروالۍ مسوولين وايي چې دغه اداره د پراختيايي کارونو د ترسره کولو له امله ۴۲۴ ميليونه افغانۍ پوروړې شوې؛ خو ننګرهاريان بيا د دغې چارې لامل د مسوولينو ناغېړي په ګوته کوي.
مدني فعالان او د ننګرهار ولايتي شورا نيوکه کوي چې په قراردادونو کې د فساد موجوديت او عوايدو کې غبن هغه څه دي چې دا مهمه عايداتي اداره د عوايدو د ډيرېدو پرځای پوروړې شوې ده.
جلال اباد چې په دې وروستيو کې په نهو ناحيو وېشل شوی او لا هم ډېر رغنيز کارونه په کې مرستندويه ادارې او ولسي تړون پروګرام له لارې ترسره کېږي، خو بيا هم د دغې ادارې مسولين وايي، چې اداره يې پوروړې شوې ده.
د جلال اباد ښاروال فيصل احمد اميري د وږي په ۱۱مه پژواک اژانس ته وويل، دا اداره ۴۲۵ ميليونه افغانۍ پوروړې ده او له بوديجوي کسر سره مخ ده چې له امله يې ښاريانو ته په ښه توګه خدمات نه شي وړاندې کېدلای.
دی وايي، د ښاروالۍ د پوروړي کېدو علت يې له ۱۳۹۶ کال راهيسې د ګڼو رغنيزو پروژو پيل دی چې د ښاروالۍ عوايد کم او کارونه زيات پيل شوي او له امله يې دا اداره پوروړې پاتې شوې ده.
هغه ومنله چې د دغو رغنيزو کارونو او پروژو يو شمېر يې لا هم نه دي بشپړې شوي او کارونه يې روان دي، خو ډېرو هغو قرارداديانو ته هم لا ټولې پيسې نه دي رسېدلي چې کارونه يې بشپړ شوي دي.
بلخوا د ننګرهار ولايتي شورا يو شمېر غړي او مدني فعالان نيوکه کوي چې د جلال اباد ښاروالۍ د پوروړي کېدو علت په قراردادونو کې د فساد موجوديت او د عوايدو راټولو کې غبن دی.
د ولايتي شورا غړي ډاکټر ناصر کاموال پژواک ته وويل، د جلال اباد ښاروالۍ په قراردادونو کې پراخ فساد موجود دی، يوې کړۍ ټول قراردادونه انحصار کړي نو ځکه يې دا اداره پوروړې کړې ده.
هغه زياته کړه: ((قراردادونه يوې مشخصې کړۍ ته ورکړل شوي او هغوی د دې په خاطر چې قراردادونه نور چاته لاړ نه شي دا اداره يې پوروړې کړې ده. زموږ له نوي والي او نوي ښاروال څخه هيله ده چې نه يوازې د دغې ستونزې څېړنه وکړي بلکې په ښاروالۍ کې د ټول فساد په تړاو ارزونه وکړي او عاملين يې د قانون منګولو ته وسپاري.))
مدني فعال نور اغا ځواک بيا وايي، د ښاروالۍ د عوايدو په راټولېدو کې غبن هغه څه دي چې له امله يې ښاروالۍ د پرمختګ پرځای شاتګ کړی دی.
دی زياتوي چې ښاروالۍ د پام وړ عوايد لري، خو دا عوايد شخصي جيبونو ته ځي او حتی له ولايت مقام نيولې يو شمېر مافيايي کړيو ته هم په کې ونډه رسېږي.
خو د ننګرهار ولايتي اداره که څه هم په ښاروالۍ کې د فساد د موجوديت او رد په تړاو څه نه وايي، خو زياتوي چې د دې قضيې څېړنه کوي.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي پژواک ته وويل، والي په دغه موضوع کې جدي دی، ارزونه يې کوي او که فساد په کې ثابت شي، له ولس سره به يې جزييات هم شريک شي او عاملينو سره به يې قانوني کړنه ترسره شي.
د يادولو ده چې جلال اباد ښاروالۍ له شاوخوا يوه کال راهيسې د سرپرست ښاروال له لوري اداره کېده او دا يوه مياشت کېږي چې نوی رسمي ښاروال ورته راغلی دی.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










