جلال اباد (پژواک، ۱۳ وږی ۹۹): د ننګرهار امنیه قوماندانۍ پولیسو په تېره یوه میاشت کې ۱۳۲ کسان د انسان وژنې، غلا، نشه يي توکو قاچاق، غصب، نښتو او نورو جرمونو په تړاو نیولي دي.
د پوليسو د دغو لاسته راوړنو په تړاو د وږي په ۱۳مه امنيه قوماندانۍ کې مسوولينو کنفرانس ورکړ او د نيول شويو کسانو له ډلې يې يو شمېر رسنيو ته هم وښودل.
د ننګرهار والي ضياء الحق امرخېل په دې کنفرانس کې وويل، پوليسو په تېره يوه مياشت کې د بېلابېلو جرمونو په تړاو ۱۳۲ کسان نيولي چې په ډله کې يې قاتلين، د نشه يي توکو قاچاقبر، غاصبين، وسله وال غله او نور هم شامل دي.
هغه زياته کړه، په نیول شویو کسانو کې په پنځه اتیا قضیو کې ۷۷ تورن کسان د جنایي پولیسو له لوري د قتل، غلا، قاچاق، غصب، جنګ او نورو جرمونو په تړوا نیول شوي.
دی وايي، له نشه یې توکو سره د مبارزې پولیسو په یاده موده کې دېرش ځلې عملیات ترسره کړي، چې ۳۵ تنه قاچاق کوونکي یې د ۴۵۵ کیلو ګرامه نشه یې توکو او نهه عرادې وسایطو سره یو ځای نیولي .
د ننګرهار والي دا هم وويل، د تروریزم پر ضد د مبارزې پولیسو په مرکز او ولسوالیو کې ۲۵ میله کلاشنیکوفونه، تومانچې، لسګونه حلقې ماینونه او سلګونه فیره مرمۍ نیولي چې په تړاو یې اووه تنه هم نیولي.
بلخوا په ياد خبري کنفرانس کې د ننګرهار امنيه قوماندان پاسوال غلام سنايي ستانکزي وويل، ولسوالیو کې يې خپلو امنيه قوماندانانو او نورو منسوبينو ته لارښوونه کړې چې د امنيت د ټينګښت لپاره له خلکو سره اړيکې پراخې کړي.
نوموړي ډاډ ورکړ چې د ننګرهار پوليس له پخوا ښه تجهيز او تربيه شوي او د هر راز غير قانوني کړنو د مخنيوي وړتيا لري.
د يادولو ده چې پرون د ننګرهار د ملي امنيت رياست له لوري هم په دوو موټرو کې بار له دوو ټنو ډېر د امونيم نايټريټ په نوم سره چې چاودېدونکو توکو کې ترې ګټه اخېستل کېږي نيولې وه.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










