منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۵۵ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

پر امرالله صالح بريد په نړيواله کچه وغندل شو

· ۲ دقیقې لوستل · ۹۷ کتنې

کابل (پژواک، ١٩ وږى ٩٩): ملګرو ملتونو، ناټو، اروپايي ټولنې او يو شمېر هېوادونو د ولسمشر پر  لومړي مرستيال امرالله صالح شوی برید په کلکه غندلی دی.

دغه چاودنه نن سهار شاوخوا اووه نيمې بجې د کابل ښار د څلورمې امنيتي حوزې اړوند د تايمني څلورلارې ته څېرمه هغه مهال وشو چې امرالله صالح له کوره د دندې پر لوري روان و.

د کورنيو چارو وزارت وياند طارق ارين وايي چې په دې چاودنه کې ١٠ کسان وژل شوي او ١٥ نور ژوبل دي چې ډېرى يې ملکي وګړي دي.

خو په کابل کې ايمرجنسي روغتون وايي چې دوی ته ١٨ او په سيمه کې د ملت روغتون ته لس ټپيان ور وړل شوي دي.

نړيوالې ټولنې د ولسمشر پر لومړي مرستيال دغه بريد په کلکه غندلى دى.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې او د يوناما مشرې مېرمن ډيبرا په ټويټر کې ليکلي چې په دغه بريد کې لاس لرونکي کسان بايد محکمې ته راکش کړل شي.

هغې له دې امله خوښي څرګنده کړې چې امرالله صالح له بريده روغه وتلى، خو د ملکي وګړو پر مرګ ژوبلې يې خواشيني څرګنده کړې ده.

دغه راز په افغانستان کې د ناټو سازمان ملکي استازي سټيفانو پونټيکورفو هم ياد بريد غندلى دى.

نوموړي زياته کړې چې د افغانستان د سولې دښمنانو يو ځل بيا په دې ډول کړنو ترسره کولو سره د سولې په تړاو د افغانانو غوښتنه له پامه وغورځوله.

د ناټو ملکي استازی وايي چې دوى له افغانانو او د افغانستان له ملي ځواکونو سره اوږه په اوږه ولاړ دي.

په افغانستان کې د اروپايي اتحاديې دفتر له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې د دغه بريد د غندلو ترڅنګ ويل شوي چې دا په اصل کې د افغانستان پر جمهوريت برید دى چې د سولې د اخلال کوونکو له خوا ترسره شوى دى.

په کابل کې د امريکا سفارت هم د دغه بريد د غندلو ترڅنګ ويلي چې دوى پر امرالله صالح بريد اندېښمن کړي دي.

سرچينې زياته کړې چې امريکا د افغانستان ډيموکراتيکو بنسټونو او سياسي مشرانو ملاتړ ته ادامه ورکوي.

امريکا ويلي چې دوى د سولې پروسې او په قطر کې د بين الافغاني مذاکراتو پر پيليدو ټينګار کوي.

دغه راز د پاکستان او هندوستان د بهرنيو چارو وزارتونو، په کابل کې د کاناډا، برېتانيا، جرمني، هالنډ او يو شمېر نورو هېوادونو سفارتونو هم دا چاودنه غندلې ده.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست