منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۴۱ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ولسمشر خپل ١٧سلاکاران له دندو ګوښه کړل

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۰۶ کتنې

کابل  (پژواک، ٨ تله ٩٩) : ولسمشر اشرف غني د چارو ادارې په وړانديز خپل ١٧ سلاکاران له دندو ګوښه او د هغوى تشکيلات يې هم له منځه وړي دي.

يوې حکومتي سرچينې چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله، د تلې په ٨مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې ددغو سلاکارانو تشکيلات او دندو د تخصص معيار وارزول شول او بيا يې د چارو ادارې د لغوه کولو وړانديز وکړ.

سرچينې زياته کړه، چې ولسمشر تر يادې ارزونې او د چارو ادارې تر وړانديز وروسته خپل ١٧ سلاکاران له ندو ګوښه او دهغوى تشکيلات يې هم له منځه يوړل.

دغې حکومتي سرچينې وويل چې ددې ترڅنګ د يو شمېر نورو سلاکارانو تشکيلات چې له ٢٠ څخه زيات وو، د هغوى بستونه هم  کم کړى شوي دي.

سرچينه وايي چې په دې توګه ٢٢٥ بستونه لغوه شوي چې له امله يې د ملي بوديجې ميليونونه افغانۍ سپما شوې ده.

پژواک اژانس ددغو ١٧ سلاکارانو چې د ولسمشر له خوا ګوښه شوي، نوملړ هم ترلاسه کړى دى.

په دې سلاکارانو کې په نړيوالو چارو کې سلاکار سيد حامد ګيلاني، د سولې په چارو کې سلاکار قطب الدين هلال، په اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کې سلاکار احمد مشاهد، په ولسي چارو کې سلاکار محمد ايوب رفيقي، د طبعي سرچينو په چارو کې سلاکار شېرمحمد جامي زاده، د څېړنو او پراختيا په چارو کې سلاکار شاد محمد څرګند، په سوداګريزو چارو کې سلاکار سيروس  علاف ، د لوړو زده کړو په چارو کې سلاکار نجيب الله خواجه عمري او د بنديانو د حقوقو په چارو کې سلاکار خليل الله زمرى شامل دي.

دغه راز په سيمه ييزو او سياسي چارو کې سلاکار عبدالرحمن هوتک، په ټولنيزو چارو کې سلاکار پيغمبرقل دوغن، د ښځو په چارو کې سلاکاره ګلالۍ اڅکزۍ، د ادارو د اصلاح په چارو کې سلاکار، عزيز الله آريافر، په ټولنيزو او فرهنګي چارو کې سلاکار محمد عزيز بختيار، دديموکراسۍ د پياوړتيا په چارو کې سلاکار، ډاکټر ليلى احراري، په ټولنيزو چارو کې سلاکار همايون جرير او په قومي چارو کې سلاکار بسم الله روحاني شامل دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست