ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په دایکنډي کې ۱۳ ملکي وګړي وژل شوي

په دایکنډي کې ۱۳ ملکي وګړي وژل شوي

author avatar
29 Sep 2020 - 16:27
په دایکنډي کې ۱۳ ملکي وګړي وژل شوي
author avatar
29 Sep 2020 - 16:27

شبرغان، نیلي (پژواک، ۸ تله ۹۹): د دایکنډي امنیتي مسوولین د ماین په چاودنه کې د ۱۳ ملکي وګړو د وژل کېدو او په جوزجان کې په مرموز ډول د یوه امنیتي منسوب د وژل کېدو خبر ورکوي.

د دایکنډي د امنیې قوماندان غلام سخي غفوري پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن سهار د تلې په ۸ مه شاوخوا ۹ بجې یو لنډکروزر موټر چې په هغه کې ۱۷ کسان سپاره و، د کجران ولسوالۍ په دشت صوف او کارېز سیمه کې د سړک غاړې پر ماین برابر شوی دی.

نوموړي وویل چې په دغه چاودنه کې په یاد موټر کې له ۱۷  سپرو کسانو  ۱۳ هغه یې چې نارينه، مېرمنې او ماشومان په کې شامل وو وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

د هغه په خبره، په یاد موټر کې سپاره کسان چې ملکي وګړي وو، په قل الو سیمه کې زیارت ته تلل چې د لارې په اوږدو کې يې موټر پر خښ شوي ماین برابر شوی دی.  

غفوري زیاته کړه چې امنیتي ځواکونو په همدې سړک کې دوه کړۍ نور ماینونه هم کشف او له منځه وړي دي.

د یوه بل خبر له مخې، په جوزجان ولایت کې د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې یو افسر په مرموز ډول وژل شوی دی.

د جوزجان امنیې قوماندان سمونوال عبدالوحید وجدان د تلې په ۸ مه پژواک خبري اژانس ته وویل، عبدالوکیل چې په (ماما وکیل) مشهور دی، د جوزجان امنیې قوماندانۍ د جنایی جرمونو پر وړاندې د مبارزې د مديریت افسر و چې تېره شپه په مرموز ډول وژل شوی او د دغه ولایت پولیسو نن سهار د هغه جسد د نوموړي له کوره پنځه سوه متره وړاندې په خلوتي کلي کې موندلی دی.

د نوموړي په وینا، عبدالوکیل د جوزجان د پولیسو د قوماندانۍ د دفتر د جنایی څانګې غړی و.

هغه زیاته کړه: «وکیل د جمعي په سهار وختي له دې پرته چې د کورنۍ غړو ته څه ووایي له کوره وتلى او تر تېرې شپې یې درک نه و.»

سرچینې زیاته کړه چې د دوی د لومړنیو تحقیقاتو پراساس، دغه افسر د شخصي دښمنۍ په اساس وژل شوی او د قضیې د اصلي عامل د نیولو لپاره د پولیسو څېړنې روانې دي.

د وجدان په وینا، د روان کال له پیل راهیسې په جوزجان ولایت کې په بېلابېلو پېښو کې ۱۱ کسان وژل شوي دي.

هغه وویل: «له جنایي پېښو مخنیوی د خلکو په مرستې پورې اړه لري او موږ غواړو په دې اړه خلک له زموږ سره ډېره مرسته وکړي.»

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.