منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۰۴ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: ښه
غړي

هرات کې په دویمه ترافیکي پېښه کې ۹ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۵۳ کتنې

هرات ښار (پژواک، ۱۰ تله ۹۹): د هرات حکومتي مسوولین وایي چې په دغه ښار کې د یوې ترافیکي پېښې له امله پنځه کسان مړه شوي او څلور نور ټپیان دي.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وایي چې نن سهار شاوخوا لس بجې د هرات- اسلام کلا پر لویه لار دوو سراچو له یوه نفت وړونکي ټېلر سره  ټکر کړی دی.

د فرهان په وینا، په دغه پېښه کې پنځه سړي مړه شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

هغه زیاته کړه، د نفتو وړونکی ټېلر له اسلام کلا نه هرات ښار ته روان و چې د اسلام کلا ښار اړوند یې له دغو دوو سراچو موټرو سره ټکر کړی دی.

چټک تګ او د ترافیکي  قوانینو او مقرراتو نه مراعاتول د دغې پېښې لاملونه بلل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې نن سهار هم په یوه بله ترافیکي پېښه کې چې د هرات-کندهار پر لویه لار رامنځته شوه، لس کسان مړه شوي او شپږ نو ټپیان دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې