جلال اباد (پژواک، ١٤ تله ۹۹): ننګرهار کې د دوو ترافيکي پېښو له امله يو کس مړ او لس نور ټپيان شوي دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د تلې په ١٤مه پژواک اژانس ته وويل چې د جلال اباد- تورخم پر لويه لاره د ترافيکي پېښې له امله اته تنه ټپيان شوي دي.
هغه پژواک اژانس ته وويل چې دا پېښې د مومنددرې ولسوالۍ د ۲۸مې او ۲۷مې ويالو ترمنځ سيمه کې نن سهار شاوخوا اته نيمې بجې د دوو ټېلر او دوو سوزکي موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې دي.
سرچينې زياته کړې، په دې پېښو کې يو موټر چلوونکی او کلېنر هم ټپيان شوي چې په ټپیانو کې د دوو حالت نازک ښودل شوی او د درملنې په موخه د جلال اباد حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي.
د يو بل خبر له مخې، پرون د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د يوه موټر د چپه کېدو پېښه کې د يوې کورنۍ درېيو غړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
مسوولين وايي، په يو کرولا موټر کې د یوې کورنۍ درې غړي ناست وو چې د اتمې ناحيې اړوند په بحراباد سيمه کې له سړک وتلی او چپه شوی دی.
عطاءالله خوږياڼى وايي چې يو کس له خپلې مېرمنې او لور سره یو ځای له لغمانه جلال اباد ښار ته راتلل چې له یادې ترافيکې پېښې سره مخ شوي دي.
دی زياتوي، د قرغيو ولسوالۍ اوسېدونکي نورجان خپل موټر د اتمې ناحيې اړوند په بحراباد سيمه کې له سړکه لاندې کندې ته غورځولی دی.
د خوږياڼي د معلوماتو له مخې، په پېښه کې موټر چلوونکی وژل شوی او لور او مېرمن يې ټپيان شوي دي.
د ننګرهار د والي وياند وايي، د پېښې ځای ته د ترافيکو مسوولين رسېدلي او قربانيان روغتون ته لېږدول شوي دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.









