منځپانګې ته تلل
شنبه ۱۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۳۳ غ.م
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

آلمان له افغانستان سره ۲۱.۳ میلیارده افغانۍ مرسته کوي

· ۲ دقیقې لوستل · ۹۰ کتنې

کابل (پژواک، ۱۵ تله ۹۹): د افغانستان د مالیې وزارت وایي، د المان د اقتصادي همکاریو او پراختیا وزارت په ۱۳۹۹ کال کې له افغانستان سره ۲۴۰ میلیونه یورو چې شاوخوا ۲۱.۳ میلیارده افغانۍ کیږي، مرسته کوي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، افغانستان او المان تر منځ د پراختیایي همکاریو په اړه په انلاین بڼه کنفرانس جوړ او پای ته ورسید.

سرچینه لیکي چې د المان د اقتصادي همکاریو او پراختیا وزارت په دغه کنفرانس کې ژمنه وکړه چې په ۱۳۹۹ کال کې به شاوخوا ۲۱.۳ میلیارده افغانۍ د مالي او تخنیکي همکاریو لپاره پانګونه وکړي.

د مالیې وزارت وایي چې المان په نورو برخو او راتلونکو کلونو کې هم د مرستو ژمنه وکړه.

سرچینه زیاتوي چې له دې مرستو سره به المان له افغانستان سره په ملکي برخه کې د ۴۳۰ میلیونه یورو مرستې خپله هغه ژمنه چې په ۱۳۹۵ کال کې یې په بروکسل کنفرانس کې کړې وه، پوره کړي. 

د اقتصادي همکاریو او پراختیا وزارت په برخه کې د المان فدرال دولت سکرټر مارټین ییګر ویلي: « د افغانانو نارینه او ښځینه، هلکانو او نجونو ژوند ښه کول د موږ ګډ هدف دی. موږ په ګډه سره هڅه کوو څو دندې رامنځته کړو، د لوږې او بیوزلۍ سره مبارزه وکړو، افغاني ارګانونه پیاوړي کړو او زېربناوې جوړې او ساتنه یې وکړو.»

مارټین زیاته کړې:«افغانستان او المان کولای شي ۱۰۰ کاله پخوانۍ ملګرتیا ته له سره کتنه وکړي. که شرایط سم وي، المان به د سولې، ټول شموله او دوامداره پرمختګ او ډیموکراسۍ په لاره کې د افغانستان ملګری او همکار وي.»

د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست، عبدالهادي ارغندیوال ویلي:«المان د افغانستان لپاره دویم لوی تمویلوونکي په توګه، له ۲۰۰۱ کال څخه وروسته دوره کې د افغانستان په بیارغونه کې کلیدي رول لوبولی دی.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد