جلال اباد (پژواک، ١٥ تله ٩٩) : د افغانستان د کرکټ ملي لوبغاړي نجيب الله تره کي جنازه د سلګونو مينه والو په ګډون سره خاورو ته وسپارل شوه.
هغه د تېرې جمعې په ورځ په جلال اباد ښار کې د يوې ترافيکي پېښې له امله سخت ټپي ، خو تر څو ورځو کوما وروسته نن سهار وخته يې په روغتون کې ساه ورکړه.
د تره کي د جنازې مراسم نن تر غرمې مخکې د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار شېرزي لوبغالی کې ترسره شول، چې په کې والي ضياء الحق امر خېل، ځايي چارواکو، د کرکټ بورډ مشرانو، ملي لوبغاړو او سلګونو مينه والو ګډون کړى وو.
د ولسمشر ستر سلاکار او د ننګرهار والي ضیاءالحق امرخېل د جنازې د لمانځه له اداء کولو وروسته د نجیب تره کي په مړینه خواشیني وښوده، نوموړي ته يې د فردوس جنت، کورنۍ غړو، د کرکټ ملي اتلانو، کرکټ بورډ ادارې او د هغه ټولو مینوالو ته یې د تسلیت مراتب وړاندې کړل.
هغه زياته کړه: (( په ژور خپګان چې د کرکټ د اسمان یو راڼه ستوري، سقوط وکړ، له حده زیات یې ودردولم، ارواښاد په کم وخت کې ډېر وځلیده او ډېرو زړونو ته یې لاره ومونده، الله ج دې د جنتونو سردار کړي. ))
د افغانستان کرکټ بورډ سرپرست اجرايیه رئيس نظیم جار عبدالرحيمزي د نجیب تره کي مړینه د افغان کرکټ لپاره لویه ضایعه وبلله او زیاته یې کړه، چې هغه له دې مخکې شپږیزې لیګ کې هم د سر په برخه کې ژوبل شوی و.
د نجيب تره کي ملګري لوبغاړي شهزاد محمدي د نجيب په مړينه خواشيني وښوده او له خلکو يې وغوښتل، چې د هغه روح ته دعا وکړي او کورنۍ ته يې تسليت ورکړي.
د ملي لوبډلې پخواني روزونکي تاج ملوک عالم او د ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي کريم خان صادق د هغه مړينه د کرکټ په نړۍ کې په ځانګړي ډول د افغانستان لپاره لويه ضايعه وبلله او په وينا يې په مړينه يې يواځې افغانان نه؛ بلکې د نړۍ مشهور لوبغاړي او مينوال هم خواشيني شوي دي.
د نجيب الله تره کي دويمه جنازه د سره رود ولسوالۍ د درونټې په سيمه کې د هغه په پلرنۍ هديره کې ادا او همالته خاورو ته وسپارل شو.
ولسمشر اشرف غني ، د ملي روغې جوړ شورا رييس ډاکټر عبدالله عبدالله، د ملي امنيت سلاکار ډاکټر حمد الله محب ، د چارو ادارې رييس ډاکټر فضل محمود فضلي او ګڼ شمېر نورو چارواکو، سياسيونو او مينه والو د هغه په مړينه خواشيني څرګنده کړې ده.
ولسمشر اشرف غني ويلي، نجیب الله تره کي د کرکټ ملي لوبډله کې د افغانستان لپاره ډېر ویاړونه راوړل او په نړیوالو ډګرونو کې یې ملي بیرغ ورپاوه. مړینه یې د افغانستان او کرکټ لپاره یوه لویه ضایعه ده.
هغه د نجیب الله تره کي کورنۍ، د افغانستان کرکټ بورډ، د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې غړو او د کرکټ ټولو مینه والو ته د نوموړي د وفات له امله خپل د ډاډګېرنې او خواخوږۍ مراتب څرګند کړي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن