منځپانګې ته تلل
شنبه ۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۱۹ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

هرات او هلمند کې د ماین چاودنو ۳۲ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۱ کتنې

هرات-لښکرګاه (پژواک، ۱۹ تله ۹۹): د هرات او هلمند سیمه ییز مسوولین وایي چې د سړک غاړې پر ماینونو د مسافر وړونکو موټرو برابرېدو له امله ۹ ملکیان وژل شوي او ۲۳ نور ټپیان شوي دي.

د هرات د والي ویاند جیلاي فرهاد پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېره شپه شاوخوا لس بجې یو ۴۰۴ مسافر وړونکی موټر د هرات-کندهار پر لویه لار د هرات د زاول ولسوالۍ په «سه راهي» کې د سړک غاړې پر ماین ختلی چې په پایله کې یې درې کسان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.

فرهاد زیاته کړه چې دغهمسافر وړونکی موټر له هراته د کندهار پر لور روان و.

د فرهاد په وینا، په ټپیانو کې ماشومان او ښځې هم شامل دي.

هغه زیاته کړه چې ماین په دې وروستیو کې په سیمه کې د دولت د وسله والو مخالفینو له خوا ځای پر ځای شوی و.

په همدې حال کې د هرات د ادرسکن ولسوال علي احمد فقیریار وویل چې تېره شپه د دې پېښې ۱۳ ټپیان لومړی د یادې ولسوالۍ کلینیک او وروسته یې حوزوي روغتون ته انتقال کړي دي.

هغه زیاته کړه چې د پنځو ټپیانو روغتیایي وضعیت نازک دی.

په همدې حال کې د هرات د عامې روغتیاریاست ویاند محمد رفیق شېرزي پژواک ته وویل چې د یادې پېښې دوه مړي او لس ټپیان یې د دغه ولایت حوزوي روغتون ته انتقال کړي دي.

د هغه په وینا، د ټپیانو روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ دی.

بلخوا په هلمند ولایت ک هم یو مسافر وړونکی موټر د سړک غاړې پر ماین برابر شوی دی.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وویل چې نن سهار د دغه ولایت د ګرشک ولسوالۍ د مهاجر بازار په سیمه کې یو مسافر وړونکی ۳۰۳ موټر د سړک غاړې پر ماین برابر شوی دی.

هغه زیاته کړه چې په دې پېښه کې د څلورو ماشومانو او یوې ښځې په ګډون شپږ ملکي وګړي وژل شوي او لس نور ټپیان شوي دي.

هغه ادعا وکړه چې دغه ماین په سیمه کې د طالبانو له خوا ځای پر ځای شوی و.

خو د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي وویل چې دغه موټر د دولتي ځواکونو له خوا د ډسي توپونو په وسیله په نښه شوی چې له امله یې یو شمېر ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې