منځپانګې ته تلل
شنبه ۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۰۳ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

​”د کام ایر یوې الوتکې تخنیکي ستونزه پیدا کړه، خو له کوم زیان پرته یې خوندي ناسته وکړه”

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۸ کتنې

کابل(پژواک، ۱۹ تلې ۹۹): د ملکي هوایي چلند اداره وایي، د کام ایر هوايي شرکت يوې الوتکې چې له بدخشانه یې کابل ته الوتنه درلوده،تخنیکي ستونزه پیدا کړې وه، خو بې له دې چې زیان رامنځته شي، خوندي ناسته یې وکړه.

سرچینه وایي چې د کام ایر خصوصي هوایي شرکت یوې الوتکې نن سهار له بدخشانه کابل ته د جمعیت اسلامی ګوند د پخواني مشر او پخواني ولسمشر برهان الدین رباني د تلین نمانځونکو په ګډون مسافر لېږدول چې د کابل نړیوال هوايي ډګر کې له تخنیکي ستونزې سره مخ شوه.

خو د افغانستان هوایي چلند ادارې ویاند محمد نعیم صالحي پژواک خبري اژانس ته وویل چې له یادې ستونزې نه سپرلي زیانمن شوي او نه هم الوتکې ته زیان رسېدلی دی.

دا په داسې حال کې ده چىځینو سرچینو رسنیو ته ویلي چې د الوتکې یو ماشین د ښکته کېدو پرمهال اور اخیستی دی.

خو د یادې ادارې په خبرپاڼه کې راغلي چې د الوتکې ماشین اور نه دی اخیستی، بلکې د الوتکې برښنایي الې د هوا د شدت له امله  په انجن که په داسې حال کې د سوځېدو نښې ښودلې وې چې په اصل کې اورلګېدنې شتون نه درلود.

ویل کېږي چې په دې الوتکه کې د جمعیت اسلامی ګوند ځیني غړي او سیاستوال احمدضیا مسعود، امان الله ګذر، همایون هریرود او ځیني نور له بدخشان نه کابل ته راغلي دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې