اسعد اباد (پژواک، ٢٠ تله ٩٩): د کونړ ولایت چارواکي وايي چې د ملي امنیت په همکارۍ ۶ طالب او ۳۶داعش وسله وال له حکومت سره يوځاى شول.
دغه کسان د تلې په ٢٠مه، د کونړ په مرکز اسعداباد کې رسنيو ته وښودل شول.
د داعش ډلې قوماندان نور زمان نوري چې د کونړ ولایت په وټپور ولسوالۍ کې يې د حکومت او طالبانو پر وړاندې فعالیت کاوه، خبريالانو ته وويل: ((درې کاله کیږي چې له داعش ډلې سره یوځای شوی وم، د طالبانو سره مې جګړې کړې، اوس په خپلو تېرو کړنو پښیمانه یم او نه غواړم چې نور خپل ژوند په جګړه کې تېر کړم. ))
نوري ژمنه وکړه چې نور به د جګړې پرځای د ابادۍ او پرمختګ لپاره کار کوي، حکومت ته به دداعش د نورو وسله والو د راجلبولو کوښښ وکړي ترڅو له جګړې لاس واخلي او په سوله کې ژوند وکړي.
د کونړ والي محمد اقبال سعید په دې مراسمو کې وويل چې د ملي امنیت په همکارۍ شپږ طالب او ۳۶ داعش وسله وال له وسلو سره له حکومت سره يوځاى شول.
نوموړى زياتوي چې دوی اته میله راکټونه، څلور میله پیکا او اته ویشت میله کلاشنکوفونه حکومت ته تسليم کړي.
د هغه په وينا، دوى په وټپور، ماڼوګي، چپې درې او څوکۍ ولسوالیو کې د حکومت پر وړاندې وسله وال فعالیتونه کول .
login or register a new account.