منځپانګې ته تلل
شنبه ۱۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۳۳ غ.م
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په هرات کې بهرني ګرځندویان د پام وړ کم شوي

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۱۵ کتنې

هرات ښار (پژواک، ۲۸ تله ۹۹): د هرات سیمه ییز چارواکي وايي چې د سږ کال له پیله راهیسې هېڅ بهرني ګرځندوی هرات ته سفر نه دی کړی.

چارواکي د کرونا ویروس خپرېدل، د ګرځندوی صنعت نه مدیریت او په نړیواله کچه د سیاحتي ځایونو نه معرفي کول د بهرنیو ګرځندویانو د نه ورتلو لاملونه بولي.

چارواکي ټینګار کوي چې هرات ډېر سیاحتي ځایونه لري او که دغه تاریخي ځایونه نړیوالو ته ور وپېژندل شي، نو هر کال به ډېر بهرني سیلانیان افغانستان، په ځانګړي ډول هرات ته سفر وکړي.

د هرات د تاریخي ابداتو رییس زلمي صفا تېره ورځ پژواک خبري اژانس ته وویل چې د سږ کال له پیله راهیسې هېڅ بهرنی سیلاني هرات ته نه دی ورغلی.

هغه د بهرنيو سیلانیانو د نه شتون لامل د کرونا ویروس خپرېدل او نړیوالو ته د تاریخي ابدو نه ور پېژندل بولي.

هغه وویل: «یو لامل یې د کرونا ويروس خپرېدل دي، بل لامل یې دا دی چې په نړیوالږ ويب سایټونو کې د افغانستان د حکومت او د اطلاعاتو او کلتور وزارت له ادرسه د سیاحتي ځایونو او د افغانستان د تاریخي ابداتو مناسبه معرفي نه ده شوې.»

هغه زیاته کړه: «که څه هم زموږ تاریخي ابدات لوی عظمت او لرغونتیا لري چې نړۍ پرې پوهېږي، کنه په ګرځندوی صنعت کې داسې کسان شته چې تل د امنیت خطر مني، هېوادونو ته ځي او بیا لیدنه ترې کوي؛ د بېلګې په توګه، په سوریه کې جګړه ده، په عراق او لیبیا کې جګړه ده؛ خو بهرني سیلانیان شته چې ترې لیدنه کوي.»

د هرات د تاریخي ابدو امر د یونسکو پر سازمان نیوکه کوي چې نړۍ ته یې د افغانستان تاریخي ابداتو معرفي کولو ته پاملرنه نه ده کړې او زیاته یې کړه چې دغه سازمان په نړیوالو سایټونو کې د نورو هېوادونو سیاحتي ځایونو ملاتړ کوي؛ خو د افغانستان د تاریخي ابدو په معرفي کولو کې پام نه کوي.

صفا په افغانستان کې د یونسکو له نمایندګۍ وغوښتل چې د سیاحت د ودې لپاره په نړیوالو سایټونو کې د افغانستان سیاحتي ځایونو په معرفي کولو کې مرسته وکړي.

هرات د ډېرو سیاحتي ځایونو په ځانګړي ډول د اختیارالدین کلا، منارونه، د بزرګ جامع جومات، د خواجه عبدالله انصاري زیارت، د مولانا پُل او په سلګونو نورې مشهورې تاریخي ابداې لري.

د هرات د تاریخي ابداتو امریت چارواکي ټینګار کوي، که په افغانستان، په ځانګړې توګه په هرات ولایت کې ګرځندوی صنعت په سم ډول مدیریت شي، د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست د لګښتونو سربېره به هر کال د ټول هرات له ۱۵ تر ۲۰ سنې بودجه هم تامین کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په هرات کې د ۷۸۰ تاریخې ابدو، یوازې په هغه ولایت کې له اختیارالدین کلا "ارګ" د بیا لیدو لپاره پر سیلانیانو دننه کېدو ټکټ پلورل کېږي.

د هرات د تاریخي ابدو امر وویل چې تېر کال لږ تر لږه ٤٠٠ بهرنيو او په زرګونو کورنيو سیلانیانو یوازې له اختیارالدین کلا بیا لیدنه کړې وه.

هغه وویل: «تېر کال موږ یوازې له اختیارالدین کلا دوه میلیونه افغانۍ عاید درلود او زموږ نور تاریخي ابدات او لرغوني ځایونه په ټکټ شامل نه وو؛ یعنې له بهونیو او کورنیو سیلانیانو مو هېڅ پیسې نه غوښتې.»

د هرات د تاریخي ابدو ریاست چارواکي وايي چې په دغه ښار کې سیلانیانو ته هېڅ ډول امنیتي ګواښ نشته او دوی کولای شي پرته له کومې اندېښنې د یاد ولایت له لرغونو ځایونو لیدنه وکړي.

د هرات کلتوري کارپوهان د تاریخي ابدو په ساتنه او په نړیواله کچه د هغو په معرفي کولو ټینګار کوي او وايي چې تاریخي ابدې باید هر کال وڅارل شي او بیا ورغول شي.

په هرات کې یوه کلتوري پوه وویل: «که تاریخي ابداتو ته پاملرنه ونه شي او بیا ونه رغول شي او په سم ډول یې ساتنه ونه شي، طبعاً زموږ هنر او کلتوري اصليت به زیانمن شي.»

دغه کارپوهان په هرات کې د سیاحتي صنعت پر سم مدیریت ټینګار کوي او وايي که چېرې دغه صنعت وده وکړي، د ټولو تاریخي ابدو د ترمیم پر لګښت سربېره به په کال کې ميلیونونه افغانۍ د دولت عوایدو کې اضافه شي.

په دې اړه مو د یونسکو د نظر ترلاسه کولو هڅه وکړه خو بریالي نه شوو.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد