ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د ننګرهار د درېيو ولسواليو لومړنۍ محکمې په جلال اباد ښار کې فعالیت کوي”

“د ننګرهار د درېيو ولسواليو لومړنۍ محکمې په جلال اباد ښار کې فعالیت کوي”

author avatar
20 Oct 2020 - 15:17
“د ننګرهار د درېيو ولسواليو لومړنۍ محکمې په جلال اباد ښار کې فعالیت کوي”
author avatar
20 Oct 2020 - 15:17

جلال اباد (پژواک، ۲۹ تله ۹۹): د ننګرهار د استیناف محکمې رييس وايي، لا هم د دغه ولايت د درېيو ولسواليو لومړنۍ محکمې ځکه په جلال اباد ښار کې فعاليت کوي چې هلته د قاضيانو د تګ راتګ پر وړاندې امنيتي ستونزې موجودې دي.

پچيراګام، حصارک او شېرزاد هغه ولسوالۍ دي چې مسوولين وايي، قاضيان هلته د تلو پر مهال له امنيتي ننګونو سره مخ دي، نو ځکه خپل فعاليت جلال اباد ښار کې ترسره کوي.

د ننګرهار د استيناف محکمې رييس قضاوتمند مفتي محمد وزير دا څرګندونې له پژواک خبري اژانس سره په يوې ځانګړې مرکه کې وکړې.

دی وايي، که څه هم د پخوا په پرتله د ننګرهار امنيت ښه شوی او شلو ولسواليو ته قاضيان د تګ راتګ او هلته په فعاليت کې هېڅ امنيتي ستونزه نه لري، خو لا هم د دغه ولايت د درېيو ولسواليو ابتدايه محکمې جلال اباد ښار کې دي.

دی زياتوي: ((درې ابتدايه محکمې اوس هم په جلال اباد ښار کې فعاليت کوي، د حصارک، شېرزادو او پچيراګام ابتدايه محکمې. لامل يې دا دی چې هلته نا امني ده، د درېيو ولسواليو لارې نا امنه دي، قاضيان تګ راتګ نه شي کولی.))

مفتي وزير وويل، له امنيتي ادارو سره يې خبرې کړې، هغوی هم ډاډ ورکړی چې ستونزه به حلوي چې هر وخت امنيتي ادارو اجازه ورکړه نو درې واړه ولسواليو ابتدايه محکمې به همالته فعالې کړي.

د ننګرهار د استیناف محکمې مشر نه ردوي چې په لرو پرتو سيمو کې دې لا هم يو شمېر خلک د قضيو د حل په موخه وسله والو طالبانو ته ورځي خو وايي، ستونزه دا ده چې ساحې د وسله والو په لاس کې دي او پر ولس فشار راوړي چې هغوی ته ورشي.

ده زياته کړه، د قاضيانو د معاشاتو له زياتوالي سره د فساد کچه هم کمه شوې او هڅه کېږي چې لا هم د فساد مخنيوی وشي. دی وايي، که ولس همکاري وکړي نو په محاکمو کې به د فساد کچه تر صفر ټيټه کړي.

د قضاوتمند مفتي محمد وزير په وينا، د ننګرهار په محکمو کې يوه ستونزه د ښځو قاضيانو نشتوالی دی چې د حل لپاره يې هڅې ګړندۍ کړې دي.

هغه وايي، د دوو ښځينه قاضيانو د ګومارنې چاره بشپړه شوې او اوس په کابل کې عملي کار کوي چې ډېر ژر به دلته را انتقال شي.

د ننګرهار د استيناف محکمې رييس رد نه کړه چې په نظارت خونه کې تر نظارت لاندې د يو شمېر بنديانو دوسيې به پر وخت نه څېړل کېږي خو وايي، دا ستونزه د دوی نه، بلکې د استیناف څارنواله ده چې دوی يې د حل په موخه له يادې ادارې سره خبرې کړې دي.

مفتي وزير وايي، امنيتي ادارې ورسره په همغږۍ کې دي او هر وخت يې د دوی د امنيت د ټينګښت لپاره هلې ځلې کړې دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.