منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۳۶ غ.م
۱۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د مجرمینو انځورونه په لویو پوسټرونو کې چاپ او د کابل ښار په ناحیو کې لګول کېږي

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۱۶ کتنې

 کابل (پژواک، ۳۰ تله ۹۹): د ولسمشرۍ لومړي مرستیال امرالله صالح اعلان وکړ چې د نوې پرېکړې له مخې، د مجرمینو او فراریانو انځورونه دې په لویو پوسټرونو کې چاپ او د کابل ښار په ناحیو کې دې ولګول شي، څو خلک د هغوی په پیدا کولو کې مرسته کړي.

د ولسمشر لومړي مرستیال چې تازه یې د کابل ښار د امنیت مدیریت پر غاړه اخیستی، د کابل امنیت ټینګښت لپاره یې نن څلورمه پرېکړه چې ۱۳ مادې لري، پر خپله فېسبوک پاڼه خپره کړې ده.

لومړۍ ماده: د مجرمینو او فراریانو انځورونه په لویو پوسټرونو کې چاپ او د کابل ښار په ناحیو کې راځوړوندېږي څو خلک د هغوی په موندلو کې مرسته وکړي او د خلکو له ډاره یا قانون ته غاړه کېږدي او یا هم انسان شي. منفي تشهیر ډېر ژر پیلېږي.

دویمه ماده: د کابل له ښاروالۍ وغوښتل شول چې د پلیو لارو په پاکولو کې له خال خال ځای پاکولو ډډه وکړي او د سړک په سړک له مېتوده دې کار واخلي.

د دې مادې په دوام کې راغلي چې په راتلونکو ورځو کې باید د کابل خلک د هغه اغېز وګوري. یو څه اقدام دلته او یو څه اقدام هلته ترسره شي، پر غاصب اغېز نه کوي. روښانه - د سنجش وړ او لوی اقدام ته اړتیا ده چې نور د عبرت درس واخلي.

درېیمه ماده: د پولیسو د تلاشۍ ټولې پوستې پر داسې کامرو سبمالېږي چې د غږ د ثبت او انځور اخیستلو وړتیا ولري او هغه کسان چې له زور او واکه په ګټې اخیستنې پر پولیسو فشار راوړي او چیغه پرې کوي، باید تشهیر شي. د کامرو پېرېدنه سر له نن ورځې پیلېږي.

څلورمه ماده: د خلیل لمر بېرحمانه قتل هغه افسر چې د نشه یي توکو د یوه ډېر خطري بانډ په افشا کولو کې یې رول درلود، څارل کېږي.

هغه توانېدلی و چې د قاچاقبرانو یوه شبکه چې د نظام دننه یې نفوذ درلود، افشا کړي. په دغو ورځو کې ټاکل شوې وه د قانون له مخې د مجرمینو د ملکیتونو بېرته راګرځول، د دې شبکې شتمنۍ تثبیت او ضبط شي. د هغه قتل له دې دوسیې سره مستقمه اړیکه لري او موضوع تعقیبېږي.

پنځمه ماده: هره ورځ د امنیتي ځواکونو پر وړاندې د اوازو او هغه چې زموږ د بهرنیو او کورنیو دښمنانو په رواني جګړه کې ريښه لري؛ نوملړ خپرېږي څو خلک وکولای شي جعل کاري د واقعیت له لارې وپېژني او زموږ د دفاعي او امنیتي ځواکونو لپاره فضا او چاپېریال خلاص، پراخ او مثبت جوړ کړي. له یونیفورم دفاع، د نظام له پوست او پوستکي دفاع ده.

شپږمه ماده: ټول هوایي پلونه چې د اعلاناتو نصبولو له امله یې په تشناب بدل کړي وو، پاک او پر هوایي پلونو د اعلاناتو له نصبولو به مخه ونیول شي.

اوومه ماده: د ښاروالۍ له خدمې به چې د ښار په پاکولو کې بوخت دي، د ناقانونه ځایونو ویجاړولو لپاره ترې کار نه اخیستل کېږي. د دغو ځایونو ویجاړولو لپاره له تازه دمو او وسایط لرونکو ځواکونو ګټه اخیستل کېږي.

اتمه ماده: په څو ناحیو کې د زمرک پر پروسې عملي کار پیلېږي او د ښوونځیو ادارې له دې طرحې کلک ملاتړ کړی دی.

نهمه ماده: راتلونکې اوونۍ د کابل ولسوالۍ د دې طرحې تر پوښښ لاندې راځي.

لسمه ماده: ټولې حوزې چې ودانۍ نه لري، د تدارکاتو له یوې سرچینې سره یې د ودانۍ کار پیلېږي.

دغه راز لرې پرتې او په نا استوګنو سیمو کې پوستې، د ژمي لپاره په ګرمو او مناسبو تجهیزاتو سره ژر تر ژره اکمالېږي.

یوولسمه ماده: د امنیتي ځواکونو پر وړاندې بې اساسه دروغ او تورونه، په ځانګړي ډول پولیس چې په دې برخه کې تر ټولو زیانمنوونکي دي، به ځواب نه پاتې کېږي او باید د هغه د ثبوت وړاندې کولو او یا عذر وړاندې کولو ته حاضر وي.

دوولسمه ماده: د بې اسنادو او بې پلېټ موټرو د مالیې او محصول لایحه دې بشپړه شي. هڅه وکړئ او اسناد ترلاسه کړئ. که څوک فکر کوي چې په دغه کار سره کولای شي ماليې وزارت ته د تګ پر ځای وېش ته لاړ شي او ډېر موټر راولي، تېروتنه یې کړې.

په دې دوو میاشتو کې چې ټاکل شوې موږ کار تصفیه کړو، هر  موټر چې له اسنادو او پلېټ پرته پر سړک ولیدل شي، مصادره کېږي او د پولیسو په ګزمه کې ترې استفاده کېږي. دغه کار جدي وګڼئ!

دیارلسمه ماده: ښاري تشنابونه ډېرېږي. موجوده تشنابونه هره ورځ د ښاروالۍ د منسوبینو له خوا کتل کېږي، څو نظافت مراعات شي.

ښاروالي باید ژر تر ژره د ښاري تشنابونو د ډېرېدو طرحه وړاندې کړي.

هغه ښار چې خلک یې د مجبوریت او انساني اړتیا د رفع کولو لپاره خپله حیا تر پښو لاندې کړي، حیثیت نه لري.

د ښار حیثیت باید وساتو، د ښار د حیثیت او پاکۍ کچه د تشنابونو له خدمتونو سره مستقیمه اړیکه لري.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست