ژبه

په هرات کې د موټرو ټکر پېښه کې اتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

هرات ښار (پژواک، ۶ لړم ۹۹): د هرات ــ اسلام کلا پر لویه لار د یوې ترافیکې پېښې په پایله کې درې کسان مړه او پنځه نور ټپیان شوي دي.

د هرات د پولیسو یاند عبدالاحد ولي زاده پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن شاوخوا ۱۲ بجې د هرات ــ اسلام کلا پر لویه لار یو کرولا موټر له یوه ټېلر سره ټکر کړی دی.

د ولي زاده په وینا، په دې پېښه کې درې کسان وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

هغه زیاته کړه چې ټپیان د هرات حوزوي روغتون ته وړل شوي دي.

د موټر ګړندی تګ او د ترافیکي قوانینو او مقرراتو نه مراعاتول، د دې پېښې د رامنځته کېدو لاملونه دي.

login or register a new account.