ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عمران خان: دا د پاکستان حق و چې د طالبانو ملاتړ وکړي، خو کنټرول پرې نه لري

عمران خان: دا د پاکستان حق و چې د طالبانو ملاتړ وکړي، خو کنټرول پرې نه لري

author avatar
31 Oct 2020 - 12:21
عمران خان: دا د پاکستان حق و چې د طالبانو ملاتړ وکړي، خو کنټرول پرې نه لري
author avatar
31 Oct 2020 - 12:21

کابل (پژواک، ١٠ لړم ٩٩) : د پاکستان لومړي وزير عمران خان ويلي، د القاعدې پخوانى مشر اسامه بن لادن د اتيايمې لسيزې په کلونو کې د شوروي پر ضد د جګړې قهرمان و، چې د پاکستان او د امريکا د استخباراتو له خوا يې ملاتړ کېده.

عمران خان دغه څرګندونې د جرمني رسنۍ شپيګل سره په يوه ځانګړې مرکه کې کړې دي.

هغه ويلي، چې پاکستان پر امريکا د يوولسم سپتمبر بريدونو سره هيڅ تړاو نه درلود، ځکه القاعده افغانستان کې وه.

ده زياته کړې : " زموږ د هغه مهال حکومت بايد پوځ ته اجازه نه واى ورکړې چې په افغانستان کې د امريکا جګړه کې ښکېل شوي واى، ما له لومړۍ ورځې څخه يې مخالفت کاوه، امريکا پر موږ فشار راوړو او پخواني ديکتاتور پرويز مشرف د امريکا فشار ته تسليم شو."

عمران خان د يوې بلې پوښتنې په ځواب کې ويلي چې اسامه بن لادن د اتيايمې لسيزې په کلونو کې د شوروي پر ضد جګړې کې قهرمان و، چې د پاکستان او د امريکا د استخباراتو له خوا يې ملاتړ کېده.

نوموړي ويلي، دا د پاکستان حق و، چې د طالبانو ملاتړ وکړي، خو پاکستان پر هغوى هيڅ ډول کنټرول نه درلود، ځکه کله چې پاکستان له طالبانو وغوښتل چې اسامه امريکا ته تسليم کړي، نو هغوى انکار وکړ.

عمران خان د دې پوښتنې په ځواب کې چې پاکستان پر طالبانو کنټرول نه لري؛ نو له امريکا سره يې د خبرو مېز ته څنګه اماده کړل، ځکه چې په دې اړه ټرمپ له پاکستانه رسمي مننه کړې، د پاکستان لومړى وزير وايي : " په پاکستان کې څه کم درې ميليونه افغان کډوال مېشت دي، موږ لږ ډېر کنټرول پرې لرو، او موږ ډېره هڅه وکړه، چې له دې ګټه واخلو او په دې کار کې بريالي شو. "

د پاکستان لومړي وزير په دې مرکه کې ويلي چې له خپله افغانانو وروسته، څوک چې په افغانستان کې  سولې ته ډېره لېوالتيا لري، هغه پاکستان دى، د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې ٧٠ زره پاکستانيان وژل شوي، قبايلي سيمو کې نا امنۍ زياتې شوې او ډېرى خلک داخلي بې ځايه شوي دي. "

له حکمتيار سره په اسلام اباد کې د ليدنې په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې عمران خان ويلي چې حکمتيار د افغانستان ولسمشريزو ټاکنو کې برخه اخيستې او د افغانستان اساسي قانون يې منلى دى.

هغه زياته کړې : " تر حکمتيار مخکې مې په اسلام اباد کې د افغان ملي روغې جوړې شورا له مشر ډاکټر عبدالله سره هم وليدل، موږ په افغانستان کې د خوښې ډله نه لرو، موږ غواړو چې د افغانستان راتلونکى حکومت اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد وکارول شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.