کابل (پژواک، ١٢ لړم ٩٩) : د سعودی عربستان د اسلامي چارو وزير ويلي چې د اسلام پر ضد تر ټولو ستر جنايت او جرم هغه دى چې دين د سياسي ګټو او موخو لپاره وکارول شي.
ډاکټر شيخ عبداللطيف الشيخ له سعودي رسنيو سره په يوه ځانګړې مرکه کې ويلي : " موږ په خپل ژوند کې دا تريخ حقيقت ګورو چې ډېرى خلک له دين څخه ناوړه ګټه پورته کوي او دا د سياسي موخو لپاره کاروي. "
هغه د فرانسې په پلازمېنه پاريس ښار کې د وروستيو بريدونو د غندلو ترڅنګ ويلي، دا ډول جرمي کړنې په اسلام پورې تړل نه دي پکار .
د يادونې ده، چې د فرانسې د ولسمشر له خوا د اسلام د ستر پيغمبر پر وړاندې له ګستاخانه څرګندونو وروسته په فرانسه کې د بېلا بېلو پېښو پر مهال يو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د سعودي د اسلامي چارو وزير ويلي، چې دا يو ډول شخصي شيطاني عملونه دي چې د ناروغه کسانو له خوا ترسره کېږي.
د هغه په وينا، اسلام او مسلمانان له دا ډول کړنو سره مخالف دي، ځکه چې اسلام د بشري حقونو او د بشر د ژوندانه پر خونديتوب ټينګار کوي.
الشيخ ويلي: "موږ د نړۍ په هر ګوټ کې د هر هغه چا پر وژنې خپه کيږو چې په ترهګريزو پېښو کې ژوند له لاسه ورکوي، دا ډول ترهګريزې پېښې له اسلام او دين سره هيڅ ډول تړاو نه لري. "
نوموړي زياته کړه، دا ډول جرمي کړنې شخصي دي او بايد له اسلام او مسلمانانو سره تړاو ورنه کړل شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن